Homeخبرونهعبدالسلام حنفي د کډوالو د وضعیت اروزنې لپاره نیمروز تللی

عبدالسلام حنفي د کډوالو د وضعیت اروزنې لپاره نیمروز تللی

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』‏د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له هرات ولایت وروسته نیمروز ته تللی او هلته یې د راستنېدونکو له کمپونو لیدنه کړې.

نیمروز کې د طالبانو د ولایت مقام د خبر په بنسټ حنفي نیمروز کې د راستنېدونکو وضعیت او د خدماتي کمېټو د فعالیتونو ارزونې په موخه ورېښمو پله ته څېرمه د کډوالو له کمپونو لیدنه کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه لوړ پوړي پلاوي د را ستانه شویو ستونزې واورېدې او د حل په موخ یې ډاډ ورکړ.

نوموړي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کمپ جوړولو پرانېسته هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

یوازې په تېره جون میاشت کې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...