تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』د کډوالو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي،چې له ایرانه په جبري ډول د افغانانو اېستلو پروسې له پيله په تېره «جون» میاشت کې تر ۲۵۶زرو زیات افغانان راستانه شوي دي.
یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، د روان کال له جنوري میاشتې بیا د جون تر ۲۹مې نېټې له ایرانه ۷۱۴زره ۵۷۲تنه افغانان راستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې بې اسنادو او ۷۷ سلنه په جبر اېستل شوي دي.
دغه سازمان دا زیاتوالی بېساری بللی او ویلي یې دي، چې د بودیجې کمښت د دغه سازمان او د هغوی د شریکانو د مرستې وړتیا محدوده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
د راپورونو له مخې هره ورځ تر ۳۰ زرو پورې افغانان د هرات اسلام کلا له لارې بیرته هېواد ته راستنیږي.
بل لورته بیا له پاکستان هم د افغان کډوالو د راتلو لړۍ روانه ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت وایي، پرون دوشنبه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۶ هغه افغانان راستانه شوي، چې په پاکستان کې زنداني وو.
تر دې یوه ورځ وړاندې یکشنبه بیا ۱۲ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.