جمعه, فبروري 6, 2026
Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

(یوولسمه برخه)

د ژوند د کچې معیارونه Standards of Living

له بده مرغه افغانستان نه یواځې دا چې بېوزله او وروسته پاتې، بلکې آن د انسانی ژوند له عامومعیارونو هم بې برخې دی. دا په داسې حال کې چې د منابعو، بشری ځواک، اقلیم او موقعیت له پلوه ممتاز دی. هغه څه چې زموږ هیر دي؛ دعلمی مراکزوپیاوړي کول، علمی څیړنې، تخصصواکي، دثبات راوستل، نړیوالوسره ښه تعامل لرل اودملی ارزښتونو درناوی او ځلول دي. خو د دې پرځای انسانی کرامت او اسلامی حکمت پښو لاندې کول، دمادیاتو هوس، ملی ارزښتونوته نه درناوی، نړۍ سره لازم تعامل کې ناکامي او استبداد او اختناق خورول جوت دي.

معاصر وخت کې عادلو، خذمتګارو، وګړنیزو او ولسي حکومتونو خپلو خلکوته د ژوند معیارونه چمتو کړي دي او ورباندې ویاړي. یو مثال یې:

د آلمان د ویسمار د ښار د دوو تنو محصلانوترمنځ د اقتصادی پرمخیتا، عدالت او عامه برابري بحث تود شو. یو تن ترکي محصل ګوګل کې د امریکې د متحده ایالاتو دیو- دوو میلیاردرانو دشتمنی اندازه وویله، خو آلمانی محصل عجیب قانع کوونکی ځواب ورکړ:

المان کې اقلاً څوک پلونولاندې نه ویده کیږي، د یو آپارتمان کرایه د بل هرهېواد په پرتله کمه ده، مهارتونه او شتمني مو خپله ده، دچاپیریال پالیسي لرو، اورلګېدنو او سیلاوونو سره نه یاستو مخ، قانون او نظام مو پایدار دی، اړ مهاجرته مو ځای ورکړی دی…!

د ده اشاره هغو بېشمېره بېوزله او بې کوره خلکو ته وه چې دمتحده ایالتونو زیاتره ښارونو کې شپې ترپلونو لاندې تیروي( موخه دسیندونو پلونه نه، بلکې هغه پلونه دي چې د فرعی سړکونو له پاسه تېر شوی او ورلاندې د بادوباران څخه محفوظ او یو څه آرام ځای بلل کیږي)، له مهارتونو څخه یې ممکن موخه دا وه چې همدا اوس په امریکا او زیاتره د خلیج او عربو شتمنو هیوادو کی تخصصي- پیچلي اومهم کارونه دبهرنیو اتباعو لاسو کې دي، په خپلې شتمنی واک لرلو څخه یې موخه ممکن دا وه چې د عربو یا ځینو نوروغریبو هیوادو معادن(تېل او نورکاني توکي) غربی پانګوالو هیوادو ته مُفته ځي او مهاجرو سره مرسته یې ښايي د امریکی هغې پالیسی ته اشاره وه، چې دغو وروستیو کې یې دمهاجرو په وړاندې اعلان کړې ده.

په هر صورت؛ د دې بېدار آلمانی محصل ځواب عالي منطقی و.  آلمان، بلجیم، هالند،جاپان او یوشمیر نورو هیوادو کې د ژوند کچې ته ډېر پام دی. پوښتنه پیدا کیږي چې د ژوند دکچې معیارونه کوم دي؟

د وګړو د ژوند عمومي کچه (living standard) ، د يوې ټولنې د ټولو وګړو د ژوند ښودنه کوي.  د بېلګې په توګه دغه معیار دسړي سر ملي ناخالص عايد اويا هم د ټول ملي مجموعې توليد يا هم په ټولنه کې د اجناسو او خدماتو د مصرف له مجموعې څخه ترلاسه کېږي او د دغو هره يوه اندازه له يوې ټولنې تر بلې توپير کوي، يعنې نسبي بڼه لري. د ژوند د کچې د معلومولو په خاطر د مقداري شاخصونو(index) ترڅنګ، يو شمېر غير مقداري مشخصې هم شته. د بېلګې په توګه هرو زرو تنو ته د شخصي موټرو، تیلفون، تلويزيون، يخچال، تفریحی پارک او نورو آسانتیاوو مهيا والى چې هر یو یې مقدار ي شاخصونه دي، خو د زده کړو درجه او د پوهې کچه يې يوه غير مقداري(کیفي) مشخصه ده . دې ته quality of life هم ويل کېږي، چې د يوه وګړي يا کورنۍ د عايد د اندازې له مخې يې سنجوو. د ژوند د کچې په سنجش کې د يوه وګړي يا کورنۍ د اجناسو او خدماتو د مصرف ترڅنګ د دوى د ( استراحت) مصرف هم په پام کې نيول کېږي. پرمختللى ټولنې اوس هڅې کوي چې د ژوند کچه د ټولو کورنيو ترمنځ سره نژدې کړي. دولتونه دغې موخې ته د(social policy) د يوې برخې په توګه ګوري. په دې کې داسې برخې هم راځي چې اندازه کول يې ستونزمن دي لکه د چاپيريال ساتنې معيار، د ملي امنيت درجه، دکاري شرایطو کيفيت، د شخصي حریم درناوی، عامه مصؤنيت، اقتصادي، سياسي او ټولنيزه ازادي او داسې نور. دا ټول غیرمقداري ارزښتونه نه دي، خو د ژوند د کچې او کيفيت لپاره مهم دي.

د اقتصاد د پرمختيا په برخه کې کینز، فى راينز او ګڼ شمېر پوهانو تيوریګانې اود پرمختيا يو شمېر موډلونه د یادونې وړ دي. د بېلګې په توګه: د هارود دومار موډل، د رابينستون د پانګې د راټولېدو(capital accumulation) موډل، د تکنالوژيکي بدلون موډل، د هندوستان د پلان جوړونې موډل، د اوږدې ځغاستې د ودې موډل (Long run growth model) او داسې نور. له دغو ټولو څخه منظور دا دى چې په ټولنه کې د اقتصادي پرمختيا علايم او معيارونه راښکاره شي. لنډه داچې؛ هغه معيارونه او علايم چې د پرمختيا په پايله کې راڅرګندېږي په لاندې ډول لست کېدای شي:

١ . د کرنې په سکتور کې د يو تن زراعتي کارګر د توليد د اندازې لوړوالى؛

٢ . د سړي سر د بريښنا د لګښت لوړوالى؛

٣ .د ډبرو سکرو يا کومې بلې انرژيکي منبع لګښت؛

٤ .د وګړو د عمر اوږدوالى؛

٥ .د سړي سر حيواني پروتين لګښت؛

٦ .په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت سلنه؛

٧ . د اوسېدو په يوه کوټه کې د وګړو وسطي شمېر؛

٨ . د هرو زرو تنو لپاره د ورځپاڼو شمېر؛

٩ . د دوکتورانو شمېر؛

١٠ . د ښارونو پراختيا (يا د ښاري خدماتو وسعت)؛

١١ .د اجتماعي تحرک درجه؛

١٢ . د ليک لوست لوړ نسبت؛

١٣ . د عصري ژوند د بېلګو سره اشنايي؛

١٤ . د مطبوعاتو د ازادۍ درجه؛

١٥ . د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت ښه والى؛

١٦ .د بشر کار ځواک ورځ په ورځ ښه والى؛

١٧ . د مالي او پولي مؤسساتو اغيزمنتوب؛

١٨ . په صنعت، کرنه، کانونو، ودانيزو او نورو بنسټيزو برخو کې د تکنالوژۍ عصري والى؛

١٩ . د سړي سرعاید/ ګټې(PCI) وده،

٢٠ . سياسي استقرار او د وضعېت ثبات؛

٢١ . د اداري کفايت درجه؛

٢٢ . د ګوندونو ازادي؛

٢٣ . د تفريحي، کلتوري او اموزشي مرکزونو شمېر او دې برخو کې اسانتياوې او داسې نور.

خو موږ؛ د اوهامو او خرافاتو په لومه، کلیوالي سیالي، پوچو سیاسي نادریو او مُفته بحثونواوغیبتونوکې بوخت یاستو. ځان او مسلمان ورورته مو د عزت د ژوند برابرول، دالله (ج) له لوري راته له مُسخر شویو منابعواستفاده، له فساد او فقرځان ساتل، فکرکول، حکمت باندې ځان پوهول او ددُنیا او آخرت د سرخرویي ډېر ضرورتونه مو هېر دي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    ډیره ښایسته لیکنه ده پوهاند صاحب دنړۍ دهستوی مراکزو پر سیالی جګړه ده په آسمان کې د سرو ارونو لمبې دی خو موږ همغه لسمې یولسمې پېړۍ په ګونګسیو کې نښتی یو!
    واقعا! مناسب، سم، متدین، عالی نیت، افغان محوره او افغان معیاره عالمانه منابعو ته دې پوهاندی تحلیل په کچه کې ډیر ګټو ر مطالب طرح کړی.
    هو مقدار ، کیفیت او کمیت په ژوندۍ بڼه!
    زموږ ټولنه په تا ویاړی ستا صبر اوحوصله پراخ هراړخیزه مسلکی domainلری تل ښاد او خوښ اوسی.

  2. منلی او ښاغلی شریف زاد صاحب السلام علیکم. ستاسو لطف او مهربانی نه هیروم. دا چې دا مقاله مو دومره په دقت لوستی، ماته مو ویاړ راوباخښه. زه هیله لرم ځوانان د دوی راتلونکی ته ځیر کړم او د وطن ابادی ته یې وهڅوم. موږ ډېر امکانات لرو چی دا وطن راجوړ او د خپلو بیوزلو خلکو د ژوند کچه څه ناڅه اوچته کړو. دا چې تاسو دا لیکنه ستایلی ستاسو د وطنی اخساس او له ولس او بیوزله خلکو سره ستاسو مینه او اخلاص ښکاره کوی. الله پاک مو خوشحاله لره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...