تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۹مه』د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې ګاونډ او سیمه ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو ویزو، ټرانزیټي لارو خلاصون او افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندې په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دې ناسته کې ويلي، بهرنیو هېوادونو ته یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو صادرولو لپاره د یو شمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي.
متقي په دې ناسته کې د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه کې د پولو تړل کېدو او افغان سوداګرو زیانمن کېدو ته په اشارې ویلي، د هېوادونو د تقابل له کبله باید افغانستان قرباني نه شي او لارې ونه تړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په خبرو کې د یادې ستونزې د حل په اړه خبرې کړې دي.
متقي همداراز ډاډ ورکړی، چې د سوداګریزو وېزو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او دې برخه کې به نور کار هم وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال افغان سوداګرو سره کتلي، چې د هند او پاکستان شخړه پر مهال واګه بندر کې د افغانستان سوداګرو ګڼ سوداګریز توکي بند پاتې دي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته زیانونه اوښتي دي.
د یادونې وړ ده چې پرون یکشنبه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي ویلي وو چې، تر ۱۲۰۰ زیات له توکو بار کانټیرونه چې د افغان سوداګرو دي په کراچۍ بندر کې د سست کار د ترسراوي له امله بند پاتې دي.
رودکی وايي :
هرکه ناموخت زګذشت روزګار
نیز ناموزد ز هیچ آموزګار
دا زمونږ سوداګر به هېڅکله پوه نه شي ، دوی چې کله کله د پنجابیانو په منافقانه او غوړو وعدو غولیږي ، همدا به یې سزا وي . د پنجابیانو هره وعده ، قول ، قراداد ، هوکړه لیک ، قسم او خبرې د ماشوم په شان دي . نن یو څه وایي ، وعده کوي ، خو سبا ته یې په هغو عمل نه وي .
هغوی چې هوښیار دي ، بیا د پنجابیانو په دروغو نه غولیږي .
وایي که غل نه اوړي ، مل د واوړي . که پنجابیان نه مسلمانان کیږي ، نو بیا تاسې ترې تېرشئ .
کومه لار چې نن پنجابیانو تړلې ده ، هغه همداسې تړلې پرېږدئ ،
چرا شګفته نباشیم ، خدا سبب ساز است
درې که پنجاب ببندد ، دری دیګر باز است