برنارد ډورن د «افغانانو تاریخ یا د ښتونه کې» لیکلي، چې پښتانه له کوم بل هېواد نه افغانستان ته نه دي راغلي او لکه څرنګه چې «سرویلم جونز» ویلي دي، چې پښتانه د لرغوني پارو پامیزاد یانې د مرکزي افغانستان اصلي اوسیدونکي دي.
دی په دې ټینګار کوي، چې یو شمېر غربي ختیځپوهان تیروتي دي، چې وایي پښتانه ګورجیان دي او په ګورجي ژبې خبرې کوي.»[1]
ډاکتر اصغر د یادی خبري خلاف د غوریان په تاریخ کې کاږلي دي:
«غوریان په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو اوسیدونکي پښتانه دي او د پنځمې پېړۍ تر پایه یې په پښتو ژبې خبرې کولې، له هغه وروسته چې له ګا ونډ یو ولایتو په ځانګړي ډول خراسان سره اړیکي پیدا شوې، پارسی ژبې هم ورورو غور ته لاره پیدا کړه…»[2]
بیهقي هم په تاریخ بیهقي کې لیکلي دي، چې کله امیر مسعود غور ته ورسېد د هغو په ژبه نپوهیده او هغوئ هم دده په ژبه نپوهېدل، نو ځکه خو:
«لوې امیر مسعود د غور مشرانو او جکمرانانو سره د ترجمان په مرسته له هغوئ سره خبرې کولې.»[3] د عتیق الله معروف د خبرو په پخلی بارتولد هم دا خبره کړي چې «د غور اصلي اوسیدونکو ژبې د خراسانیانو او ترکانو له ژبو سره توپير درلود.»[4]
هولډچ هم د یو شمېر لیکوالو په څېر په دې ټینګار کوي، چې «د غور خلکو په ځانګړي ژبه خبرې کولې، چې د خراسان د خلکو له ژبو سره یې هیڅ ورته والی نه درلود.»[5]
دا چې پښتو ژبه تر ډېره بریده سوچه پاتې شوې ده، یو لامل یې هم دا ده، چې د غور وګړي، له نورو بهرنیوسیمو سره اړیکه نه درلوده.
بهرنیو یرغلګرو چې هم په بیلابیلو پړاوونو کې په افغانستان بریدونه او یرغلونه کړیدي د غور د نیولو وس یې نه دی موندلی. همدا لامل دي، چې ډورن د دې خبرې په پخلي کې چې «پښتو منتخاباتو په مقدمه کې ویلې دي «پښتو یوه سوچه اریایي ژبه ده، چې د اریایانو له لوې کورنۍ سره تړاو لري.»[6]
دا چې لرغونی غور په لرغوني افغانستان کې د تاریخ په مینځني پېر کې ان د اسلام دین د خپرېدو تر مهاله، ګوښی او تر ډېره بریده یې سیمه ییزه واکمنۍ یا د جغرافیوي جوړښت له مخی او یا هم د ټولنیزو مناسباتو پر بنسټ ساتلی وه، همدارنګه خپله ژبه پښتو یې هم په ځانګړي ډول خپلواکه خوندي کړیوه.
د نړۍ لرغون پېژندونکو او ژبپوهانو هم دې ټکې ته ګوته نیولې ده، چې پښتو ژبه یوه مستقله ژبه ده چې په دغه لړ کې پوهاند «اډیلنګ adelungوایي:
«پښتو یوه ځانته ځانګړې او خپلواکه ژبه ده … شیلی ډیور هم د دې خبرې پخلی کړیده او پښتو ژبه یې ددې وړ ګڼلې ده چې د یوه نوښت له مخې وده او پرمختګ وکړي … (۳۰-۳۱) »
سره د دې چې په یو شمېر یوناني، چیني او هندي لاسوندونو کې د ساکي، خوتن ساکي، سغدي، باختري، سیتي، پښتو او پامیري ژبو ترمینځ ژبنۍ خپلوي ته ګوته نیول شوې ده. پوهاند زیار د «مورګن ستیرنې» د لیکنې (۱۹۷۵ ز) له مخې کاږي ، موږ ته «دا پایله لاسته راځي، چې پښتو له خپلو ویونکیو سره یو ځاې له شمال ختیځ (باختر او پامیر) یا په بله وینا د «هومه ورګه» ساکو له سیمې په درېیمه مخزیږدي پېړۍ کې ساکستان ته (سیستان) رالېږدېدلې او بیا تر غور، هیلمند، ارغنداب او کسی (سلیمان) غره ته راخپره شوې او پرمختیا یې موندلې ده.»[7]
ختیځپوه جیمزډ ارمسټټر هم د یوه نامتو څېړندوئ په توګه ورته انداونظر لري او په دې ټینګار کوي چې «پښتو ژبه د هندو اریایي ژبو د لوې ډلې په لړ کې په ختیځې ډلګۍ پورې اړه لري . پښتو زند ته بیخي نږدې یوه بله ژبه ده، خو پښتو د شمالي هندي ژبو توکي هم پخپل ځان کې خوندي کړیدی .»[8]
ډورن هم د پښتو ژبې د ځانګړتیا پخلی کوي او دا خبره ډاګیزه کوي، چې پښتو نه د هندیانو له پښته ده او نه هم د ایرانیانو.»[9] جان ملکم هم دا مني، «چې پښتانه له پارسیانو او هندیانو سره په بشپړه توګه توپير لري.»[10]
یوه خبره چې په وار وار ګڼو لیکوالو او لرغونپوهانو پخپلو لیکنو کې راغبرګه کړېده، هغه د «ایران» کلمه ده .
د «الیساندرو باساني» په اند دغه کلمه له «اریانم aryanam» یانې د اریایانو له هېواد نه راوتلی ده . د دې په څنګ کې د «توران» کلمه هم د ماورالنهر اریایانو ته د ایران پرځاې استعمالیده نو ځکه خو د پښتو ژبې یادونه چې کیږي، کله کله د ایران کلمه ورسره زکر کیږي او کله کله په لرغونو متونو کې د توران کلمه، ساکایانو ته کارول شوې ده .
باید په دې پوه شو چې له دې څخه موخه اوسني «ایران=پارس» نه دی، بلکې «اریانا» دی ، خوترډېره بریده دایراني لیکوالوله لارې ختیځپوهانوته لېږدېدلې ده ، خو څومره چې په لرغونې غور کې د پښتو خبره وه، نو د محمد سوري په غم کې د شیخ اسعد پښتو مرثیه هم دا په ګوته کوي، چې د غور امیران او ملکان پښتانه وو.
د محمد زوې شیخ اسعد سوري» (۴۲۵ ه بغني کي مړ) د دغې مرثېې شاعر په اهنګران کې وو او د محمد سوري ډیر نږدې دوست وو، چې د مرثېې څو بېلګې داسې دي:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
ز مولوي هرګل چه خاندي په بهار
ډير مخونه د فلک څپېړه شنه کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
پر «سوریو» باندې ویر پرېووت له پاسه
و محمد واکمن چه ولاړی په بل دار
د محمود په ژوبلو رو په لاس کښیووت.
چه غزنه ته ئې باتلی په تلوار
نه غټول بیا زرغونیږي په لاښونو
نه بامي بیا مسیده کا په کهسار
(دا شعر تر پایه)
موږ د تېرو څرګندونو په رڼا کې د غوریانو په اړه ګڼ روایتونه له پامه تېر کړل، چې د دغو روایتونو په لړ کې مو د دوه وروڼو یادونه وکړه، چې یو یې امیر «سول» او بل یې «سام» وو، چې د سوریانو امیران د دوئ له نامه سره تړاو لري.
د فردوسي د روایتونو له مخې دغه توکم د «ماهوري سوري» پنوم نومول شویدی. د غور په اړه چې کومو تاریخپوهانو او لرغونو پېژندونکو څېړنې کړیدي، هغه د دوه سلطنتي کورنیو په اړه دي :
: ۱ـ د خرنک زوې شنسب ،
۲- د نهاران زوی بنجي ،
لومړی شنسبیان :
سره د دې چې موږ د مخه ووېل، چې محمد سوري د غزنوي سلطان محمود په ولکه کې کېووت، ولې بیا هم غور یې تر ولکې لاندې رانغی .
سلطان محمود ته له یوې خوا د غوریانو جګړه ییز ځواک او له بلې خوا د غور جغرافېوي جوړښت، دا ند ېښنې وړ وو، نودی یې دېته اړ کړ، چې د غور چارې د محمد سوري زوې امیر بو علي ته وسپاري او هغه د خپل پلار په پلاز اومرکزد غور مندېش کې امیر وټاکل شو.
د یوه روایت له مخې د غور امیرانو په لړ کې او یا د غور د سلطنتي کورنۍ یو ستر نومیالی نیکه چې له محمد نه دمخه وو، شنسب د خرنک زوې وو، چې د منهاج السراج د څرګندونو پر بنسټ د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي (رض) معاصر وو او د هغه دحضورپروړاندې د اسلام سپېڅلې دین ومانه، چې بیا دغور امیر وټاکل شو.
له ده نه وروسته زوې یې امیر فولاد غوري د غور واکمن شو. ده هم د پلار په څېر د غور واکمنۍ وژغورله او د عباسیانو پر ملاتړ یې د ابو مسلم مرسته وکړه دده د حکومت پلازمینه د غور «مندېش» وو. زوې یې امیر کروړ نومېده د هغه ځای ناستی (۱۳۹ ه) وټاکل شو.
د اسلام سپېڅلي دین د اوومې میلادي پېړۍ په شاوخوا کې غور ته لاره پرانسته او تر یوولسمی (۱۱) پېړۍ پورې د غور ټولو سیمو ته ورسېد.
د دغو پېړیو په اوږدو کې غور په دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه غور چې د سوریانو د سیمه ییزو واکمنو له خوا اداره کېده او بله برخه غرجستان وو، چې د «شاریانو» په نوم د سیمه ییزو حکمرانانو په ولکه کې وو.
سوري ټبر له پخوا نه په لرغوني غور حکومت کاوه او د غور هغه پخواني اوسیدونکي وو، چې له اسلام نه دمخه په غور واکمن ول. خو کله چې د اسلام سپېڅلی دین څرک ولګېد، د اسلامي پېر په مهال د غور لومړی واکمن شنسب او د هغه زوې امیر فولاد سوري وو.
د فخر الدین مبارکشاه د نسب نامې نومي کتاب په حواله د حضرت علی (رض) نه یې بیرغ واخست او هر کله چې له ده نه وروسته څوک د غور امیر ټاکل کېده، نو دغه بیرغ به هغه ته سپارل کېده.
د محمد بن علي بستی د تاریخ سوري له مخې د امیر فولاد زوې امیر کروړ له ده نه وروسته د غور امیر غوره شو.
امیر کروړ د پښتو ژبې نامتو شاعر وو چې د تاریخ سوري په قول یوه حماسي سندره، چې د کروړ ویاړ نه یې بولي تر موږه رارسېدلی ده، دی په (۱۵۴ هـ ۷۷۲ ز) کال د پوشنګ په جګړو کې ووژل شو. له امیر کروړ وروسته زوی یې غوری امیر ناصر د غور حکمران ونومول شو، چې ده په بست او زمینداور هم واک چلوه .
که څه هم منهاج السراج له امیر پولاد سوري نه وروسته تر هارون الرشید پورې د غوري امیرانو یادونه نده کړې، ولی بیا یې د امیر بنجي بن نهاران شنسبي یادونه کړېده، چې د غور نامتو امیر یې بللې دی .
د اریانا دایرة المعارف په حواله «بنجي بن نهاران، له امیر شیش سره چې د بهرام زوې وو، د هارون الرشید دربار ته تللی وو او هغه ورته د «امیر المومنین د قسمي ملګري» لقب ورکړ او د غور د امیر په صفت یې ومنه. امیر شیش بیا د غور د لښکرو د پهلوان د سر لښکر په توګه وپېژندل شو.»[11]
ډېرو تاریخپوهانو «سوریان» د ماهوري سوري په نامه هم یاد کړیدي، په دغه لړ کې «فتوح البلدان» او یقعوبي هم لیکي، چې «ماهوري سوري» له دغه ټبره دی او د پارس وروستی شهینشاه «یزدګرد» د ده له خوا ووژل شو، چې «ماهوري» هغه مهال د «مرو» حکمران وو.
غبار هم د «خورشید جهان» د څرګندونو پخلی کړیدی، کاږلي دي، هغه مهال چې دی د څلورم خلیفه په وخت «کوفې» ته راغی، خلیفه د خراسان ټولو بزګرانو ته حکم وکړ، چې ټوله مالیه ده ته ورکړي. خورشید جهان ټینګار کوي، سوري پادشاه «بهرام» د غور د سیمه ییزو واکمنو په لړ کې هغه امیر وو، چې کوفې ته لاړ او له «حضرت اسد الله» نه یې د غور منشور تر لاسه کړ.»[12]
ګڼ شمېر تاریخپوهان بهرام شاه (بهرام غور=بهرام ګور) هماغه د سوریانو ستر نیکه شنسب بولي، چې د حضرت علي (رض) هم مهالی وو او د غور او بامیانو امیر وو.
تاریخپوه غبار هم دا مني چې له دولسمې (۱۲ ز) زیږدي پېړۍ وروسته، چې غوري سوریانو په هند سلطنت کړی دی، په اصل کې د همدې ستر نیکه شنسبیانو اولادونه ول.
دویم بنجي بن نهاران:
جوزجاني د خپل کتاب په لومړي ټوک کې، د بنجي بن نهاران پېژند ګلوئ داسې کوي:
«بنجي بن نهاران بن در میس بن وزن، بن هین بن بهرام بن جحش بن حسن، بن ابراهیم بن معدل، بن باسد بن سداد بن ضحاک[13] .
موږ دمخه د خورشید جهان له قوله ووېل، چې «بهرام»(شنسب=شین اسپ) د څلورم خلیفه دربار ته لاړ او یو شمېر نورو بیا د «شنسب» یادونه کړېده او دریمه ډله تاریخپوهان په دې اند دي، چې شنسب، هماغه بهرام غور دی.نو که داسې وي، بیا خو نو تر ډېره بریده د «جوزجاني» څرګندونې افسانوې رنګ او خوند لري.
جوزجاني یوه بل ټکي ته هم ګوته نیولې ده، چې ګنې بهرام د جحش زوی دی نو که داسې په لسګونو څېړونکو د دې خبرې پخلی کړیدی، چې شنسب د خرنک زوی دي، نو بیا خو د جوزجاني شجره د تامل وړ ده. ولې له جوزجاني پرته منهاج السراج هم امیر بنجي د نهاران شنسبي زوی بللی دی او د غور له امیرانو څخه یې ګڼي.
په اریانا دایرة المعارف کې د امیر بنجي په تړاو داسې راغلي دي «د غور امیران د همدغه بنجي له نسله او دغور سپه سالار د شیش له اولادې څخه دي، د صفاریانو په زمانه کې د غور مشري د شنسب په کورنۍ کی امیر سوري ته رسېدلې وه (۲۵۳ هـ ۹۶۷ ز کال).»[14]
سره د دې چې صفاریانو او سبګتګین په غور بریدونه وکړل خو سوریانو خپله سیمه ییزه خپلواکي ساتلې وه او دا هغه مهال دی، چې لا دغور نیم خلک مسلمانان شوي نه وه.
یوه خبره چې ډېره د پام وړ ده، هغه د یو شمېر نومونو تکرار دی چې د تېرو نومیالېیو نومونه راتلونکو نسلونو ته لېږدیدلي دي، په همدغه ټاکلي پېر کې موږ د «بهرام» یادونه وکړه. ولې په دغه نوم د یوه بل بهرام یادونه تاریخپوه کهزاد، پخپل نامتو کتاب «افغانستان در پرتو تاریخ» کې کړیده، چې د «مرنجان تپې یا غونډۍ د بودایي معبد «له کیندنو نه یو شمېر سکی او ډبر لیکونه تر لاسه شویدي، د یوې سیکی یادونه داسې شوېده.
«د دغو سکو په لړ کې یوه سکه د «بهرام» په نوم وه، چې دی د کوشانیانو یو ستر شهینشاه وو.»[15]
لرغونپوهان کوشانیان او ساکان یو د بل تربوران ګنی او موږ د غور په تاریخ کې د ساکانو (سهاک=ضحاک) یادونه وکړه، نو دا به له حقیقته ډېره لرې نه وي، چې دویم بهرام غور په یادې سیمې حکومت نه وي کړي.
دا چې یوه ډله تاریخپوهان شنسب او بهرام یو ګڼي او شنسب هغه څوک وو، چې د څلورم خلیفه حضرت علي (رض) مقام ته لاړ او هغه ورته د واک یو سمبول یانې بیرغ ډالۍ کړ.
له شنسب نه وروسته، که د هارون الرشید د خلافت په مهال امیر بنجي د نهاران شنسبي زوې ګڼل کېږي .
د صفاریانو او غزنویانو د واک په مهال د شنسبي کورنۍ امیر سوري او محمد سوري واک ته رسېدلي دي، په لویه پښه کې ټول غوری واکمن شنسبیان دي او له دې سربیره د غوریانو همدغې سوري سلطنتي کورنۍ له هېواد نه بهر پر هندوستان هم لسګونه کلونه حکومت وکړ.
موږ دمخه یوه ټکی ته اشاره وکړه، چې د غور ولایت په دوه سیاسي برخو (واحدونو) ووېشل شو، چې یو یې غور او بل یې «غرجستان» چې د غور سلطنت ماهوري سوري کورنۍ ته ورسید غرجستان د «شار» په نوم سیمه ییزو واکمنو ولکه کړ.
ولې دوئ د سامانیانو د واک په مهال، د دې لپاره چې خوندي وي، د جوزجان او میمنې د سیمه ییزو واکمنو یانی د «فریغون» سلطنتي کورنۍ اطاعت ته غاړه کېښوده .
شاران د تاریخ په اوږدو کې د غرجستان اوسېدونکي وو او د خانانو په توګه د سیمه ییز واک څښتن وو، خو له بده مرغه چې تاریخپوهانو تر ډېره بریده د دوئ یادونه لږه کړېده.
هغه مهال چې په ۱۰۷ هـ کال د اسد بن عبد الله په قومانده عرب جنګیالیو په غور برید وکړ د غرو لمنې یې ولکه کړی، ان بامیان یې هم لاندې کړ، خو غور یې ونه شو نیولی او تر ډېره مهاله د اسلام دین غور کې خپور نشو، ولې په غرجستان په ځانګړي ډول چېرته چې «شاریان» استوګن ول، ښایي هلته د اسلام دین رسول شوی وي.
اصطخري وايي، د سامانیانو د واک په مهال د غور هغو سیمو اسلام منلی وو، چې وګړي یې اسلامي سیمو ته څېرمه پراته وو.
په لسمې زیږدي پېړۍ کې د غرجستان «شاریان» ایله د ومره ځواکمن وو، د «بارتولد» له انده چې مرو، مرغاب او او یو شمېر نورې سیمې په واک وي .
لکه څرنګه چې سوري امیر «محمد بن سوري» د غزنویانو له خوا ونیول شو، دارنګه د غرجستان وروستی «شار» ابو محمد بن نصر چې په «شار شاه» نامتو وو د سلطان محمود له خوا یرغمل شو.
په زیږدي یوولسمې (۱۱) پېړۍ کې نه یوازې سلطان محمود غور لاندې کړ، بلکې د اسلام دین هم خپور شو او امیر بو علي د محمد د سوري زوې د غور په مندېش کې د پلار ځاې ناستی وټاکل شو.
هغه مهال چې بنجي بن نهاران او شیش د هارون الرشید له قوله «شیش بن بهرام» اصطلاح کارولې ده. داسې د ډېرو قومونو او نومونو یادونه په وار وار شویده.
غور مېشتی یو شمېر قومونه چې د غور له سوریانو او لودیانو سره نږدې تربوران دی په ډېرې پخوا زمانه کې د بلخ اوسیدونکي وو چې په «تاریخي جغرافیه کې تاریخپوه غبار (۱۴۲ مخ) د «بلخ خیلو» په نوم یاد کړیدي، دا د نیازي ټبر یوه څانګه وه، چې په لرغوني باختر د «ایبک» په سیمه کې د بلخ په جنوب کې د «ایبک پښتنو» پنامه نامتو ول.د غوري سوریانو یو بل تربور «سرواڼي» څانګه وه، چې هغه هرات په ختیځ «خیسار» کې اباد ول.
څومره چې د بنجي بن نهاران شنسبي خبره ده. د دوی او خلیفه تر مینځ یو شمېر ژمنې رامینځته شوې، چې هارون الرشید امیر بنجي د دې وړ وګاڼه او وې ویل، دی یو نیک او مودب انسان دی، نو بیا یې د غور امارت ده ته ورکړ او شیش یې د پوځ پهلوان وباله.
ولې بنجی او شیش ژمنه وکړه، چې د خلیفه نوم به خطبه کې اخلی او سکه د هغه په نوم وهی.
د اسلام د سپېڅلې دین د ودې پرمختګ په لاره کې به له خلیفه سره مرسته کوي.
د خلیفه اطاعت ته به ژمن وي.
د خلیفه ټول اوامر به مني د شرعي حقونو درناوی به کېږي.
د اسلام دین د خپریدو ملاتړ ته به غاړه ږدي او داسې د نور وژمنو پخلی یې وکړ.
ګڼ شمېر تاریخپوهانو د بنجي بن نهاران د واک په تړاو څرګندونې کړیدي، ولې له ده نه وروسته د نورو واکمنو په تړاو څرګندونې نه دي شوي، یوازې جوزجاني د دې خبرې پخلی کړیدی، چې له بنجي بن نهاران شنسبي وروسته د ده دوه وریرونو په غور حکومت کړیدی .
سوریان :
موږ دمخه د سوریانو یادونه وکړه، چې تر ډېره بریده یې په غور حکومت کړی اودیوه لرغوني تاریخ درلودونکی ټبردی .
په کال ۳۵ هـ ماهوری سوري د حضرت علي (رض) معاصر وو او د خرنک زوې شنسب شاوخوا په ۳۶ هـ کال د غور واکمن شو. ورپسې امیر فولاد د شنسب زوې (۱۳۰ هـ شاوخوا) او بیا د ده زوې امیر کروړ (۱۳۹ هـ) چې له ده نه وروسته زوې یې ناصر سوري (۱۶۰ هـ) یو د بل پسې د غور سیمه ییزه واکمن تېر شویدي.
دمخه مو دا هم ووېل، چې امیر بنجي بن نهاران شنسبي په ۱۷۰ ه کال د غور امیر وټاکل شو او په پاې کې خبره امیر سوري ته ورسېده. دده په وخت کې (۲۱۲-۲۵۲ هـ شاوخوا) د غوریانو ګڼه ګوڼه دې کچې ته ورسېده چې له غوره کډې کولو ته اړ شي.
ښایي دا یواځنی لامل نه وي بلکې په غوریانو پرلپسې بریدونه چې عرب جنګیالیو له مهاله پیل شوي وو، ان د صفاریانو او سامانیانو د واک تر وخته پورې ، بیا د غزنویانو تر واکه، ممکن دا یو بل لامل وي چې له غوره راووتل، هرات، کندهار، هلمند، زابل او غزني لور ته یې مخه کړه .
تواریخ خورشید جهان کې دې ټکې ته داسې اشاره شوې ده :
د جګړو له اور لګېدو وروسته ټول پښتانه له غوره ووتل او له پورتنیو څانګو سره یوځاې نشول. [16] پرته له څلور څانګو، چې دوه یې د ضحاک له اصله او دوه نور یې د افغان له نژاده وو.
د ضحاک له نژاده سوري او جمشیدي او د افغان له نسله تایمني او فیروز کوهي، چې دغه څلور یې په ساخر فیروز کوه او بادغیس کې یو ځاې مېشته شول او سوریان په تدریج سره کم شول او له حسابه ولوېدل.»[17]
بیا هم د امیر سوري د واک په مهال ډېر افغانان په غور کې اوسېدل او دده تر شا ولاړ وو.
د سوري په اړه ډېر معلومات په واک کې نشته. نه یوازې دده په تړاو څرګندونې لږې او تتې دي، بلکې د نورو سوریانو په اړه هم لږه څېړنه شوېده .
کله چې موږ ګورو د سوریانو د واکمنو تر مینځ د کلونو توپير تر سترګو کېږي مانا یې دا ده، چې د دوه واکمنو تر مینځ نورو واکمنو هم شتون درلود، چې تر اوسه پورې مو، کوم لاسوند ته لاس رسی نه ده شوی. او کومو لیکوالو چې څه لیکلی هم دی د هغوئ نظرونه او اندونه وېشل شویدی.
د ساري په توګه یو شمېر څېړونکي انګېري چې د امیر سوري پلار لا څرګند نه دی او یو شمېر نور په دغه لړ کې د تاریخ فرشته لیکوال په دې اند دی، چې امیر سوري د امیر بنجي لمسی کیږي (له اولادی څخه دی) ، د یعقوب لیث معاصر دی او هغه هم د «خوافي» په اند چې په غور او غرجه یې برید وکړ او «قرامطه» وګړي يې وځپل.»[18]
وروسته چې سامانیان واک ته ورسېدل، هغو هم هڅه وکړه چې غور لاندې کړي ولې وس یې ونه موند او ان تر سلطان محمود پورې دوئ خپله سیمه ییزه واکمنۍ ساتلې وه.
محمد سوري
ومو وېل چې د ۲۵۳ هـ (۹۶۷ ز) کال په شاوخوا کې، د غور سیمه ییزه واکمنۍ د شنسب په کورنۍ کې امیر سوري ته ورسېده او دی په داسې مهال واک ته رسیدلی وو، چې د غور نیم وګړي لا مسلمان شوي نه وو.
امیر محمد سوري، چې د غزنوي سلطان محمود معاصر وو، له هغه سره ډغري وهلې، کله به دهغه تابع وو او کله به یې د محمود له حکمه سرغړونه کوله.
غزنوي سلطان په پاې کې دېته اړ شو، چې په غور برید وکړي. بیهقي (۴۰۵هـ – ۱۰۰۵ ز) او ابن اثیر (۴۰۱ هـ) په قول، سلطان محمود د بست له لارې په غور برید وکړ. د هرات حکمران التونتاش او د «طوس» حاکم ارسلان جاذب د د ه د پوځونو مشري په غاړه درلود.
لکه دمخه چې وویل شول د امیر محمد سوري له نیولو وروسته سلطان محمود د هغه زوې ابو علي محمد د غور حکمران وټاکه .
یو شمېر د وخت تاریخپوهانو او په دغه لړ کې جوزجاني د هغه په تړاو کښلي دي، چې «تر ډېره بریده د غور خلکو هغه ته درناوی درلود.»[19]
ده دغور ابادۍ او رغاونې وپاللې، مدرسې یې جوړې کړې، جوماتونه یې اباد کړل، یو شمېر ماڼۍ یې ودانې کړې او هم یې له علم سره ډېره مینه درلوده … ابو علي سوري ان د سلطان مسعود تر زمانې پورې په غور حکومت وکړ.
سلطان تر ډېره هندوستان ته پاملرنه درلوده، د هېواد د ننه د بلخ او غور چارې یې له پامه وغورځېدې، نو ځکه خو د ابو علي وراره عباس بن شیش په هغه برید وکړ، هغه یې بندي کړ او پخپله د هغه ځاې ناستي شو.
د شیش په اړه یو شمېر تاریخپوهان په دغه لړ کې میر خواند او جوزجاني په دې اند دي، چې دی سلطان محمود غزنوي ته واستوو او بیا بېرته غور ته راغې او د خپل ورور د واک په مهال یې یو خوشحال او سوکاله ژوند درلود.
ولې هغه مهال چې عباس بن شیش بن محمد سوري واک ته ورسېد. د غور خلک دده له ظلم نه په تنګ راغلل، نو بیا یې د غزني دربار ته مخه کړه او دده له لاسه یې سلطان ابراهیم ته شکایت وکړ.
غزنوي سلطان د خلکو د شکایتونو پخلی وکړ او بیا یې په غور یو برید تر سره کړ، چې په پاې کې امیر عباس په غزني کې بند ته ټیل وهل شو او پر ځای د هغه زوې امیر محمد د غور واکمن وټاکه. د امیر عباس سوري د وخت موهمه پېښه دا وه، چې هغه د مندېش نامتو کلا چې د «بسطام» له خوا جوړه شوې وه ورغوله. ده له پوهې او هنر سره ډېره مېنه درلوده او د نجوم علم یې حاصل کړی وو.
جوزجانی د ده د واک په مهال د یوې بلې کلا د جوړولو پخلی هم کړیدي، دی کلا دولس برجونه یې درلودل، شپږ برجونه یې د کلا شمال ختیځ او شپږ نور یې جنوب لویدیځ ته داسې جوړ کړي ول چې د لمر وړانګې ورننه اوځي.
کله چې زوی یې محمد غوري واک ته ورسېد، د پلا رد ظلمونو له بابته چې کوم زیان خلکو ته اوښتی وو، د هغو د تلافي لپاره یې د رغاونې نوي کارونه پیل کړل.
له ده نه وروسته زوې امیر قطب الدین د خپل پلار ځاې ناستې وټاکل شواوکله چې امیر قطب الدین حسن (۴۶۰ هـ) واک ته ورسېد، ده کوښښ کاوه چې په غور کې یو باثباته مرکزي حکومت ټینګ کړي.
ده یو د بل پسې یو شمېر خانان او ملکان له پښو وغورځول ، ولې بیا هم دغه خپل مینځي جنګونه یې په بشپړه توګه کابو نشو کړی او خپل سر یې وخوړ.
جوزجاني دده د وژلو په اړه وایي، د اجرستان (وجیرستان) د ګاب اوسیدونکو (ځنو څېړونکو کوشک ته څېرمه یاغیان یاد کړیدي) د بغاوت له امله چې یو غیشی دده په سترګه ولګید او مړ شو.» قطب الدین حسین تر ډېره بریده د غور د پاچایانو نیکه بلل شویدی او دده له وژل کېدو وروسته زوی یې ملک عزیزالدین حسین (۴۹۳ هـ شاوخوا) د غور په مرکزاوپلاز ډډه ووهله.
عزیز الدین حسین بن امیر قطب الدین حسین بن محمد غوري،بن عباس،بن شیش ،بن امیر محمد سوري د «خوافي» د څرګندونو پر بنسټ د مسعود بن ابراهیم غزنوي په حکم د غور امیر وټاکل شو.
دا هغه مهال دی، چې د غزنویانو واکمنۍ مخ په ځوړه روانه وه او سلجوقی سلطان سنجر د یوه ټاکلي ځواک او واک څښتن ګرځېدلی وو.
که څه هم موږ دمخه اشاره وکړه، چې قطب الدین حسین د غوریانو د سلطنتي کورنۍ ستر نیکه ګڼلی شویدی، خو تاریخپوه «جوزجاني» بیا عزیز الدین حسین «د ابو السلاطین» په نوم یاد کړیدی.
ملک عزیز الدین حسین له سلجوقي سنجر سره اړیکې ټینګې کړې او تر پا یه پخپلو ژمنوودرېداوخپل واک یې وسا ته.
ده له علم او پوهې سره ډېره مېنه درلوده، د ښو اخلاقو څښتن وه اوده خپل واک او ځواک یوازی د غور په جغرافیه کې راټول نکړ بلکې هڅه یې وکړه، چې د هېواد نورې سیمې هم تر خپلې پلازمینې پورې وتړي.
دده زامن هم د خپل پلار په څېر خپل هېواد ته ژمن ول، نو ځکه خو د پلار په سپارښتنه اوه (۷) واړه وروڼه د دې جوګه شول، چې په غور، خراسان، زابل، غزني، بامیان او په تخارستان خپل واک ټینګ کړي.
د مسعود بن ابراهیم له مرګه وروسته، زوې ارسلان شاه د خپل واک د ټینګښت لپاره خپل وروڼه وځپل، خو په دې ترڅ کې بهرامشاه له غزني وتښتېد او د سلطان سنجر دربار ته یې پناه یووړه.
سلطان سنجر له ده سره اقتصادي او پوځي مرسته وکړه او غزني یې لاندې کړ او دغزني په تخت کیناست، ولې ژمنه یې وکړه او د لومړی ځل لپاره یې هغه ته د باج ورکولو پخلی وکړ.
د بهرام شاه له سپیتاني یو بل ډک چلن دا وو، چې د لومړی ځل لپاره یې د سلجوقي سلطان په نوم خطبه او سکه ووهله.
نوموړي د خپل واک په ټوله موده کې پرته له یو ځل نه چې په ۵۲۹ هـ کال یې یوه ناکامه هڅه وکړه، چې خپلواک وی، سلطان سنجر ته باج ورکاوه.
همدا لامل وو، چې غوري سلطنتي کورنۍ له دې فرصت نه ګټه پورته کړه، چې ځانونه د پردېیو له ولکې نه ازاد کړي.
۴۲) بارتولد د غور تاریخي جغرافېې په څېر کې د عتیق الله معروف (غوریان او سوریان) له اثره په استفادې، د اریانا مهالنۍ ۱۹ ټوک ۳۴ مخ
۴۳) بارتولد د غور تاریخي جغرافېې په څېر کې د عتیق الله معروف (غوریان او سوریان) له اثره په استفادې، د اریانا مهالنۍ ۱۹ ټوک ۳۴ مخ