تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۱۶مه」د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي اداري رئیس مطیع الحق خالص په قرغزستان کې د واورین پړانګ نهمه سیمه ییزه ناسته کې د ګډون پر مهال ویلي، چې افغانستان د واورینو پړانګانو ساتنې او پالنې ته ژمن دی.
خالص په افغانستان کې د واورین پړانګ ساتنې برخه کې لاسته راوړنو، پرتو ستونزو اکولوژیکي توازن او اقلیمي بدلون ته په اشارې زیاته کړې چې، افغانستان نړېوالو شریکانو سره د واورین پړانګ ساتنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
واورین پړانګ کم پیدا وحشي ژوی دی، چې افغانستان کې هم پیدا کیږي.
د یاد ژوي ساتنې او نسل ورکېدو مخنیوي په موخه د قرغزستان په کوربتوب ۱۲ هېوادونو استازو ترمنځ ناسته وشوه.
د چاپېریال ساتنې ملي اداري رئیس د یو پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې د واورین پړانګ نهم سیمه ییز کنفرانس کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.
د معلوماتو له مخې واورین پړانګان د ۱۲ هیوادونو په غرنیو سیمو کې موندل کېږي، چې پکې افغانستان، پاکستان، هند، چین، منګولیا، قزاقستان، قرغزستان، نیپال، تاجکستان، ازبکستان، روسیه او بوتان شامل دي.