شنبه, جولای 12, 2025
Home+د لوی اختر په مناسبت د پخواني ولسمشر اشرف غني پیغام

د لوی اختر په مناسبت د پخواني ولسمشر اشرف غني پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

فرا رسیدن عید سعید اضحی را به تمام هموطنان عزیز از صمیم قلب مبارک باد میگوی.

قربان هاییت بیرمنگیز مبارک.‌

د لوی اختر په را رسېدو د زړه له کومي مبارکۍ خپلو ټولو هیوادوالو ته او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وړاندې کوم. محترمو حاجیانو ته چې اوس دا افتخار ور وړ شو چې د اسلام پنځمه بنا پوره کړي، مبارکي وایم او دوی ټولو نه مې غوښتنه دا ده چې خپلو دعاگانو کې د غزې مظلوم ولس په یاد وساتي او همدغه رنگه د ټولو مسلمانانو او افغانانو د ښېگڼې لپاره دعا وکړي.

خویندو او ورونو!

نن اسلامي نړۍ په درېیو مختلفو حالتونو کې ده: یوه برخه –له ښې مرغې نه، په چټکه توگه لکه الوتکو غوندې خپل راتلونکي  باندې اخته دي او د خپل ولس د ښېگڼې لپاره لوی گامونه اوچتوي؛ دویمې برخې نه لاره ورکه ده، ځینې وخت په ځای ودرېږي، ځینې وخت واړه گامونه پر مخ کېږدي او ځينې وختونه له بدې مرغې نه شاتگ کوي؛ بله برخه د اوښ په پل روان دي، نړۍ په ډېره چټکه توگه په حرکت کې ده او د دوی او د هغو په منځ کې چې د اوښ په پل روان دي، ورځ په ورځ واټن ډېرېږي او د دوی ولسونه د نړۍ له امکاناتو نه او له بدلونونو نه بې برخې پاتې کېږي.

ما افغانها امروز با مشکلات جدی مواجه استیم. آنچه عیان است، چه حاجت به بیان است! ابتدای تحلیل ما باید بر این مبنی باشد، که یک بحران عمیق و مشترک داریم. قدم دوم ما باید این باشد که تشدد در بحث ها و ملامتی ها بر اساس هویت یا سمت وغیره مواجب عوض اینکه موجب روشنی اوضاع و موجب اجماع لازمی برای حل شود، موجب تشدید این بحران میشود.

دیاسپورای ما دردهای مشخص دارد و از آینده پریشان استند. تصامیم امریکا، اروپا و دیگر کشورها برای اینکه مردم ما را اخراج کنند، موجب درد است و موجب ناراحتی و ناآرامی فکری است. درد داخل ما عمیق تر و وسیع تر است. تمام دنیا به روی افغانها تنگ شده.

از این جهت، ارتباط ما با کشور ما، با خطه ییکه با آن ارتباط هزارها ساله داریم، اجباری است نه اختیاري.

امروز مهاجر افغان از وسیله استفاده به وسیله فشار مبدل شده. خشکسالی از یک طرف و بیکاری از سوی دیگر زندگی را تنگ ساخته.

نن یوازې یوه پوښتنه وکړئ: ماشوم، یتیم او بېوزلی نن په خوښۍ باندې اختر نیسي یا لا هم پرېشانه دي او یوې مړۍ ډوډۍ ته، یوه جوړه نویو کالیو ته، او د سبا د څو قیرانو رسېدلو لپاره، په ارمان کې دي؟

نو ځکه لازمي ده چې خپل احساسات، عواطف، ټول سره یو کړو، زړونه یو کړو او لاسونه یو کړو، چې دا وطن آباد کړو.

محترمو وطندارانو!

ناهیلي زموږ دین کې او زموږ ملي تاریخ کې روا، نه ده. د هرې تیارې شپې نه  سبا ته، یو روښانه سهار راځي. دا مه هېروئ چې وختې چې احمدشاه بابا د معاصر افغانستان تهداب کېښود، دوه کاله مخکې له هغه نه، په مازنداران او ټولو نورو ځایونو د فارس کې پرېشانه مهاجر پراته وو. ټول شوو، وحدت ته راغلو. بار بار دا موږ باندې راغلې، ناهیلي کېږو نه.

بل، نن هغه ورځ ده چې د حضرت ابراهیم [علیه السلام] مثال باید ټولو ته ژوندی اوسي او هغه دا دی چې: د امن، امان او ښېگڼې او عزت لپاره یې دعا وکړله او بل، د معصومو انسانانو وژل بند شوو.

دا دواړه خبرې  ډېر سخت د اهمیت وړ دي، ځکه د معصومو انسانانو وژنه زموږ په دین کې گناه ده او همدغه رنگ د عزت غوښتل، د عقل کارول او یو بل ته لاس ورکول او د خدای جل شانه دربار باندې ایمان لرل –چې راتلونکی به ان‌شاءالله تعالی د هیلې او د امید وي، دا باید تگلاره وي.

من هر لحظه در کنار شما استم و امید است که، هر بار یکه همرای تان صحبت میکنم، برای تان معلوم شده باشد که از درد تان، از عمق آرزوهای تان باخبر استم. من برای ساختن پیدا شده ام، که وسیله اتفاق و وسیله آبادی شوم. از این جهت تمرکز من سر ۳۰۰مین سالگره افغانستان است، تا بتوانیم یک افغانستان متحد، آزاد، آباد و مرفه داشته باشیم، افغانستانی که در آن هر افغان خود را ببیند. باری را که من برداشته میتوانم اینست که عبرت و تحلیل را خدمت مردم ما شریک بسازم تا راه زندگی را انتخاب کنیم.

لومړۍ خبره دا ده چې موږ امکانات لرو. بې امکاناتو نه یوو. اوبو نه نیولې تر معادنو پورې مو، تر موقعیت پورې مو، تر نورو پورې مو… خو جمعي عقل باندې باید اعتبار وکړو. دا په فردي عقل نه کېږي، لازمي اجماع غواړي –مطلقه اجماع ممکنه نه ده، لازمي اجماع امکان پذیره ده.

دویم، ولس باید د لوبې په اصولو باندې پرېکړه وکړي. په آزاده باندې، په خپل واک باندې چې د لوبې اصول څه وي چې ثبات راشي او ثبات د ښېگڼې لپاره وي. د دولت وظایف باید معین شي او دا په یوه کلمه کې دي: خدمت! خدمت! خدمت!

ولس باید فیصله وکړي چې چا سره محاسبه کوي او باید څنگه حقوق او وجایب ولرو او دا باید څنگه عملي کړو. د افغانستان ولس همېشه د جمعي عقل خاوند دی. هره لویه جرگه مو چې نیولې، په ډېر تدبیر باندې –که آزاده لویه جرگه وه، ولس په دې باندې توانېدلی چې خپله تگلاره پيدا کړي، بدیلونه وټاکي او سختو شرایطو کې دا محاسبه وکړي چې څه وکړي او څه ونه کړي.

هر طفل این کشور شمله دستار منست. هر جوانش بازوی توانای منست. هر دختر و زن افغان آبرو، عزت و افتخار منست. از این جهت، آرزوی من اینست که در تجلیل ۳۰۰مین سالگره افغانستان در ۲۰۴۷، هر افغان –اعم از اینکه هویت دیگر خود را به چی رقم میداند – هویت زبانی خود یا منطقه ای خود یا قریه خود، هویت های متعدد ما داریم همه؛ در چارچوب هویت بزرگ ملی خود را ببیند و همه بتوانیم دست با هم بدهیم و قلب ها را نزدیک کنیم تا این کشور را –که اجداد ما همه با خون کمایی کرده اند، به سلام و احترام و تمامیت حفاظت کرده بتوانیم و هر گوشه اش را از خود بدانیم.

وطنوالو!

ما تاسې ته بار بار ویلي چې زه ځان ته څه نه غواړم، افغانستان ته هر شی غواړم. هیله مې دا ده چې هغه امانت د مشروعیت چې تاسې ما ته راکړی او ویاړ مو راکړی، وکړی شم یوه مشروع نظام ته وسپارم.  زما هیله دا ده –چې زه به نه یم اما، تاسې به د افغانستان ۳۰۰مه کلیزه د یوه واحد، متحد، آزاد، آباد افغانستان په ویاړ، سره جشن ونیسئ.

زړونه سره یو کړئ او لاسونه ورکړئ، چې دا خاوره –چې نیکونو مو په زرهاوو کلونو په خپلو وینو گټلې، په پت او عزت نړۍ کې ودرېږي او وکړی شي چې د هر افغان مشترک کور وي او هر افغان وکړي شي په کې، په هغې ژبې باندې وغږېږي، هغې لهجې باندې وغږېږي او هر چېرې د افغانستان کې وکړی شي ژوند وکړي او کور یو کور وبولي.

زنده باد افغانستان

یشه سین افغانستان

تل دې وي افغانستان

3 COMMENTS

  1. ما تاسو تهبار بار ویلي چې زه ځان ته څه نه غواړم، افغانستان ته هر شی غواړم. هیله مې دا ده چې هغه امانت د مشروعیت چې تاسې ما ته راکړی او ویاړ مو راکړی، وکړی شم یوه مشروع نظام ته وسپارم. زما هیله دا ده –چې زه به نه یم اما، تاسې به د افغانستان ۳۰۰مه کلیزه د یوه واحد، متحد، آزاد، آباد افغانستان په ویاړ، سره جشن ونیسئ.
    بی وطنه شهزاده لا تر اوسه ولسمشر دی تخت او بخت دی برقرار اوسه ولسمشره تر ۲۰۴۷ درته ژوند غواړم چی په ۳۰۰ یمه کی شامل شی امان خان خو وتښتیدو خو ته د تیښتی سړی نه یی
    ژوند ژوند ژوند

  2. تاسی د کوم صداقت او ریښتنولي ځخه خبری کړی دکوم یوالی ځخه خبری کوی دفضلی او محب دیوالی ځخه خبری کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...