شنبه, جولای 19, 2025
Homeخبرونهطالبانو په خوست کې د ځنګلونو له منځه تلو په اړه د...

طالبانو په خوست کې د ځنګلونو له منځه تلو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۱۶مه」په خوست کې د طالبانو ولایتي مسوولانو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د دغه ولایت ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د ځنګلونو وهلو د مخنیوي د ځانګړې قطعې د تشکیل په زیاتوالي، د ځایي خلکو له منځه د څار کمېټو جوړولو او د عامه پوهاوي له لارې په دغه ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره هڅې ډېرې شوي دي.

پرون「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۵مه」‏د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت د خوست ځنګلونو په له منځه تلو او له امله یې د ځمکې زیانمنېدو پر خطر اندېښنه ښودلې وه.

یادې ادارې ویلي وو، چې د قومي تړونونو سره سره د خوست ځنګلونه د خلکو معیشت لپاره په ناقانونه او خپلسري ډول وهل کېږي.

د معلوماتو له مخې، اوسمهال هېواد کې څه د پاسه شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنګلي ساحه پاتې چې هغه هم د قاچاق او طبیعي آفتونو له ګواښ سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې وه چې، د خوست ځايي معیشتونو د ښه کولو او پر ځنګلونو یې د فشار کمولو لپاره پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه د بادامو، شفتالو، آلوبالو او نارنجو نږدې ۴۸ زره نیالګي کرلي دي.

سرچینې زیاته کړې وه چې د ځنګلونو د بیا ژوندي کولو په موخه پر ۲ زره او ۱۱۱ هکټاره ځمکه د جلغوزیو او غوزانو ۲۶۰ زره نیالګي هم کرل شوي دي.

کرنیز پوهان وایي، ځنګلونه نه یوازې د هېواد فزیکي ښکلا ده بلکې د وګړو او ژویو روغتیا ورسره تړلې ده چې که پام ورته ونه شي، هېواد د صحرا کېدو لوري ته تللی شي.

1 COMMENT

  1. بسم الله الرحمن الرحیم.
    ټولو ته داختر مبارکی وایم. لغمان کی څو طالب قوامادانو په ځنګلونو تالان ګډ کړی . عکسونه یی هرځای نشر شوی او دلغمان ټول شریف ولس خبر دی. خینی خرک وایی دا داعشیان دی خینی بیا وایی چی نه! دا طالبان دی ځینی بیا وایی سګ زرد بیادر شغال است . هر څوک چی دی خو ځنکلونه باید تبا نه کړی. زموږ د لغمان د خلکو فریاد هم دنیا ته ورسوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...