جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان او عراق جنګونو...

د امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان او عراق جنګونو د امریکا له ګټو سره ارتباط نه درلود

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د امریکا دفاع وزیر «پیتر هګست» د تېر ولسمشر جو بایډن د حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا پوځي مداخلې په عراق او افغانستان کې هېڅ مشخص هدف نه‌درلود او دې چارې د امریکا له ملي ګټو سره هم سمون نه‌درلود.

هغه د سینګاپور په غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یو له تحقیره ډک عمل و او دا د بایډن د څلور کلنې بې‌پامۍ او بې‌غورۍ پایله ده.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې له افغانستان څخه وتلو نړۍ ته امریکا کمزورې او بې‌وسه وروښودله.

هګست په خپله وینا کې د امریکا پوځي مداخلې په عراق او افغانستان کې یادې کړې او ویې ویل: «امریکا په دغو هېوادونو کې په پای ته نه رسېدونکو جګړو، د رژیمونو په بدلولو او ملت جوړولو بوخته وه.»

هغه دا هم ومنله چې په خپله یې د عسکر په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده او ویې ویل: «دې جګړې او درنو مصرفونو د امریکا له حیاتي او اساسي ګټو سره ارتباط نه درلود.»

هغه په زغرده وویل: «موږ په پای ته نه رسېدونکو جګړو، د رژیمونو په بدلولو او ملت جوړونې بوخت شو. ما په عراق او افغانستان کې د عسکر په توګه دا هر څه له نژدې ولیدل. دې ماموریت مشخص او څرګند هدفونه نه‌لرل او د امریکا له حیاتي ګټو سره یې اړخ نه‌لګاوه. اوس ولسمشر ټرمپ د دې بهیر د بدلون په حال کې دی. موږ به نور دا تېروتنې تکرار نه‌کړو، نه په دې نسل او نه په دې وخت کې. موږ له دې تګلارې سره خدای پاماني کړې ده.»

تر دې مخکې، ټرمپ څو ځله د امریکا د پوځي سیاست په اړه ویلي و چې د امریکا پوځیان په تېرو دوو لسیزو کې د ملت جوړونې په نوم په داسې هېوادونو کې ځای پر ځای شول، چې هلته د امریکا د پوځي حضور اړتیا تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

1 COMMENT

  1. امریکا پدا شل کاله کې چې افغانستان کې وه هیڅ د بنیادي پرمختګ کار یې ندی کړی او د داسې کارو مخالفه وه. بل مهم شی چې د امریکا په پالیسۍ کې نشته هغه ملت جوړونه ده، امریکا د ملت جوړونې سر سخته مخالفه ده. دوی چې هر ځای تللي اقلیت یې لاس کې نیولی او اکثریت یې شاته غورځولی نه یواځې دا اکثریت یې دوښمن ګڼلی پدې خاطر چې دایمي ستونځې پیدا کړي. په افغانستان کې یې همدا کار وکړ تاجک یې په لاس کې ونیو او یو پنجشیر یې پورته کړ په څنګ کې یې ازبک او هزاره هم راوچت کړل او دایمي یې د پښتون دوښمنان وګرځول. دا هغه پالیسي ده چې که اینده دوی اړتیا ولري نو دغه درې طبقې ورته خدمت ته هر وخت حاضرې دي. خو زه دا اشتباه ګڼم ځکه افغانستان بې له پښتونه نیمګړی دی او هیڅوک ترې په یواځې ځان حکومت نشي کولی. دلته تعادل ته اړتیا وه نه نفاق ته. Divid and rule دلته ناکام شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...