جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتقي له روسي استازي سره د اړیکو پر نوي پړاو خبرې کړي

متقي له روسي استازي سره د اړیکو پر نوي پړاو خبرې کړي

تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۱مه】 ‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړه لورو د افغانستان او روسیې د اړیکو نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو باندې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزیر ته روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر منلو رسمي یادښت هم سپارلی دی.

د دغې کتنې په اړه په خپرو شویو جزیاتو کې روښانه شوې نه ده چې په کازان ناسته کې پر کومو موخو هوکړه شوې ده.

دغې لوړپوړي روسي ډيپلوماټ هیله ښودلې، چې د ډيپلوماټیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر هم روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې ښودلې، چې دې پړاو کې دواړه هېوادونه وتوانیږي په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې له پاکستان سره هم د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو هڅې پیل شوي او طالبانو د دې هڅو هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...