Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه تېره یوه میاشت کې پر رېللار کابو ۳۵۰ زره ټنه صادرات...

په تېره یوه میاشت کې پر رېللار کابو ۳۵۰ زره ټنه صادرات او واردات شوي

تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۱مه】د طالبانو د حکومت ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د روان کال په تېر غويي ـ ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره ۸۳۷ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان بندر له لارې ۲ لکه ۴۷زره ۴۲ ټنه د آقینې بندر له لارې ۳۲زره ۱۱۷ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره ۱۶۸ ټنه د خواف-هرات له لارې ۳۰ زره ۵۰۹ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد وارد او صادر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي.

دغه راز په ثور میاشت کې ۱۶ زره ۷۷۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي دي.

د یادې اندازې صادراتو لویه برخه وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس شامل دي.

په دې وروستیو کې له افغانستانه د صادراتو او وارداتو کچه په زیاتېدو ده، چې دا چاره د نظر خاوندان د اقتصاد په ځان بسیا کېدو کې هیله مندي بولي.

اقتصاد پوهان ،د صادارتو او وارداتو ارزښت د هېواد د اقتصادي ثبات، نړیوالو اړیکو، او د تولیدي سکتور د ودې مهم شاخص ګڼي.

دوی وایي، که څه هم واردات د داخلي اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین دي، خو د صادراتو زیاتوالی کولای شي هېواد ته اقتصادي ځواک، د اسعارو عاید، او د کار فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...