تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د ټکنالوژۍ سترې کمپنۍ، ګوګل، د “مصنوعي ځیرکتیا یو نوی موډ یا حالت” (AI Mode) معرفي کړی، چې په خپل لټون ماشین کې د چټبات (Chatbot) وړتیاوې ځای پر ځای کوي، څو د OpenAI له ChatGPT او ورته سیالانو سره سیالي وکړای شي.
ګوګل د مصنوعي ذهانت دا موډ د سېشنبې په ورځ څرګند کړ. دا بدلونونه به د معلوماتو د ترلاسه کولو طریقه بدله کړي او ویبپاڼو ته به د کاروونکو د تګ جریان کم کړي.
په دې نوې مرحله کې، چې د ګوګل د پراختیا ورکوونکو په کلنۍ غونډه کې اعلان شوه، د امریکا لپاره د “AI حالت” د فعالېدو اعلان هم شامل و. دا ځانګړنه لټون داسې کوي لکه له یوه متخصص سره چې خبرې کوې چې په هر ډول موضوعاتو کې ستا پوښتنو ته ځواب ویلای شي.
یاد نوی حالت، یوازې دوه نیمې میاشتې وروسته له هغې چې ګوګل د خپل “Labs” څانګې د کاروونکو لپاره ازمایښت پیل کړی و، اوس د امریکا ټولو کاروونکو ته وړاندې شوی.
ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا خپل نوی پرمختتلی ماډل، “Gemini 2.5″، هم د لټون په الګوریتمونو کې شامل کړی او پلان لري چې ډېر ژر نورې AI ځانګړتیاوې هم وازمويي، لکه د کنسرت ټکټونو پېرودل او د ژوندۍ ویډیو له لارې پلټنه کول.
په AI کې د ګوګل د ژور تمرکز یوه بله بېلګه دا ده چې دغه شرکت غواړي بېرته د ځیرکو عینکو بازار ته راوګرځي. ګوګل به د Android XR ځواک لرونکې نوې عینکې معرفي کړي، چې کمره او د غږ له لارې فعالېدونکی AI مرستندوی به لري.
دغه وسایل، چې د Gentle Monster او Warby Parker په مرسته به ډیزاین شي، له ۱۳ کلونو وروسته راځي—هغه مهال ګوګل د “Google Glass” لومړی عینکې وړاندې کړې وې، چې بیا د محرمیت پر مسئلو له عامه غبرګون سره مخامخ شوې او بندې شوې.
ګوګل تر اوسه نه دي ویلې چې دا نوې Android XR عینکې به کله بازار ته راووځي یا به یې قیمت څو وي، خو دا یې روښانه کړې چې دا عینکې به د Meta او Ray-Ban له ورته محصولاتو سره سیالي وکړي.