تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د طالبانو حکومت له روسیې سره په خبرو بوخت دی څو د دواړو هېوادونو بانکونه، چې د امریکا له لوري پرې بندیزونه لګول شوي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت تجارتي معاملات د خپلو ملي اسعارو له لارې تصفیه کړای شي.
د افغانستان د طالبانود حکومت د سوداګرۍ وزیر، حاجي نورالدین عزیزي، دا خبره د پنجشنبې په ورځ له رویټرز سره په یوه مرکه کې وکړه.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې افغان حکومت ورته وړاندیز چین ته هم کړی او له دې هېواد سره هم د کابل په سفارت کې ځینې خبرې شوي دي.
نوموړي وویل، له روسیې سره دا وړاندیز د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له خوا څېړل کېږي.
دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې مسکو هڅه کوي د ډالر پر ځای له ملي اسعارو کار واخلي، او افغانستان له دې امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی چې له لوېدیځو هېوادونو یې مرستې کمې شوي او ډالر ډېر کم هېواد ته راځي.
عزیزي وویل: «موږ دا مهال په دې اړه په ځانګړو تخنیکي بحثونو بوخت یوو، د سیمې او نړیوالو اقتصادي شرایطو، بندیزونو، او د افغانستان او روسیې اقتصادي ننګونو ته په کتو، تخنیکي بحثونه دوام لري.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزي بانک لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عزیزي زیاته کړه چې دا مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنی دوهاړخیز تجارت شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او دا اندازه به د پانګونې په زیاتېدو سره نوره هم لوړه شي.
نوموړي وویل چې تمه لري افغانستان له روسیې څخه د تېلو او پلاستیکي توکو واردات زیات کړي.
ده وویل: «زه ډاډه یم چې دا یو ډېر ښه انتخاب دی… موږ کولای شو دا انتخاب د خپل ولس او هېواد د ګټو لپاره وکاروو.»
عزیزي زیاته کړه: «موږ غواړو له چین سره هم ورته ګامونه واخلو.» ده وویل چې له چین سره د افغانستان کلنۍ سوداګري نژدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
«د سوداګرۍ وزارت او په کابل کې د چین سفارت، چې د چین د اقتصادي پروګرامونو قانوني استازیتوب کوي، ګډ کاري ټیم جوړ کړی او خبرې روانې دي.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی د ځینو مشرانو پر وړاندې د بندیزونو له امله د افغانستان مالي سکتور له نړیوال بانکي نظام سره تر ډېره پرې شوی دی.