تاند (جمعه، د غبرګولي/جوزا ۲ مه) د ملګروملتو د ماشومانود ملاتړ اداره (یونیسف) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له هرو درو ماشومانو یو ښوونځي ته نه ځي، او د هغو په منځ کې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې یونیسف د نړیوال بانک له اسیايي څانګې سره په ګډه، د تنکیو نجونو لپاره د زدهکړې ټولګي پیل کړي دي. دا هڅې د یونیسف د هغو پروګرامونو برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې تر سختو شرایطو لاندې د نجونو د زدهکړې د دوام تضمین دی.
یونیسف ټینګار کړی چې هغو نجونو ته، چې له رسمي ښوونځیو څخه پاتې شوې دي، د “چټکو زدهکړو مرکزونو” له لارې د زدهکړې فرصتونه برابر کړي، څو زدهکړې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې «روزوا اوتونبایوا» سږ کال د وري / حمل په میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د روان بندیز له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. هغې خبرداری ورکړی و چې د دغه بندیز دوام به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، بشري مرستې، او اقتصادي بحرانونه لا پېچلي کړي.
هغې دا هم ویلي و چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، د افغانستان د نړیوالې انزوا یو له اصلي عواملو څخه دی.
اوتونبایوا ټینګار کړی و چې دا محدودیت لا هم د دې سبب شوی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې ګوښه پاتې شي، او دې حالت د هېواد د بېا رغولو بهیر هم ورو کړی دی.
خو طالبان بې له دې چې د نجونو پر زده کړو بندیز ته کومه توجیه وړاندې کړي، د افغانانو او نړیوالو غوښتنې ته له مثبت ځواب ویلو ډډه کوي.
طالبه سوډره ! دغه ستا د تور کرغیړن اسلام برکت ده سي افغان ماشومان دغسي افتو اخته او ته سوډر څلور اورتې کوې ؟ چیرې ده ستا اسلام او عمري عدالت سي ستا په پنجاب کې پیدا سوي حرامیان په نس ماړه او نور وږي ګرزي؟ای تاسي ضمیر لرۍ ایا تاسي ددغه ولس بدبختي نه ځوروي؟ چیرې ده هغه ستا اسلام او عدالت ؟ تور جهنم به د ځای وي سوډره بغدادي پیره هیبتو. 😭