تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۲۱مه】د طالبانو سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس وانګ جي چینګ سره په کتنه کې د دې پروژې اهمیت ته په اشارې ویلي، چې مس عینک د افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي پروژه ده او طالبان یاد شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
برادر له یاد شرکت څخه غوښتي، چې د پروژې ساختماني چارې دې ژر پیل شي.
د ام سي سي شرکت رییس د سرپرست حکومت له همکاریو مننه کړې او د پروژې پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
نوموړي ټینګار کړی،چې چمتو دي دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پر مخ یوسي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې متقي د چین له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ پرمختګونه یې ستایلې دي.
د چین ځانګړي استازي هم د چین د بهرنیو چارو وزیر له لوري، متقي ته د چین سفر بلنه ورکړه، چې دغه بلنه د متقي له لوري منل شوې ده.
چینایانو سره معامله. ګوری به یی ښه په یاد لری:
د مس عینک پروژه به تر کالو ورسته هم شروع نشی. چینایان هغی ورځی ته انتظار و کاږی چی دا پروژه په نیمایی قیمت ورته په زاریو سره ورکړل شی.
MULA SAHIB CHINA IS WRONG COUNTRY.CHINA WASTE THE TIME.
PLEASE STOP ANG AGREMENT WITH CHINA,
CHINA IS HUNGRY TO YOUR COUNTRY,WANT BRING AFGHANISTAN ANDER ECONOMIC PRESSURE.
RUSSIA/INDIA/IRAN 1000 TIME BETTER FROM CHINA COMMUNIST.
CHINA IS THEFT.
DO BUSINESS WITH INDIA.
THANK YOU