پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل درې اړخیزه ناسته کې، پر ګډو صنعتي پارکونو او اقتصادي...

د کابل درې اړخیزه ناسته کې، پر ګډو صنعتي پارکونو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۲۱مه】د طالبانو د حکومت ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ‎نورالدين عزيزي په مشرۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ درې اړخيره ناسته وشوه.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د ګډو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته‌کېدل، د صادراتو د پروسس ګډ مرکزونه، د درې اړخيزو سوداګريزو نندارتونونو جوړول، د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د ملاتړ مرکزونه او دغه راز د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړيکو د اسانتياوو رامنځته‌کېدو په تړاوو خبرې وشوې.

عزيزي د طالبانو پالیسي اقتصادمحوره بللې او زياته کړې يې ده، چې د پانګونې د راخپلو لپاره زموږ ټولې برنامې د ګډو ګټو پر بنسټ ترتیب او پلي کېږي.

دغه ناسته پرون شنبه د ثور په ۲۰مه د افغانستان، پاکستان او چین د استازو ترمنځ وشوه.

تر ناستې وروسته د طالبانو سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس وانګ جي چینګ سره په کتنه کې د دې پروژې اهمیت ته په اشارې ویلي، چې مس عینک د افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي پروژه بللې ده او زیاته کړې ده چې طالبان یاد شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

برادر له یاد شرکت څخه غوښتي، چې د پروژې ساختماني چارې دې ژر پیل شي.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN&CHINA BOOTH ARE FROM SAME HOLE SNACKS,KEEP AWAY FROM THIS TEAM
    INDIA IS GOOD FOR BUSINESS..
    PAKISTAN IS OUR ENEMY HOW YOU WISH OF FRIENDSHIP.
    SORRY FOR YOU AZIZI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...