چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هند، پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د افغانستان د وچې مېوې صادرات کم...

د هند، پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د افغانستان د وچې مېوې صادرات کم کړي

تاند【شنبه د ثورـ غویي‏ ۲۰مه】د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې صادرات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان یوازې تېر کال له هند او پاکستان سره د درې ملیارده او ۲۴۶ ملیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له امله تر اوسه د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان د ۵۰۰ ملیون ډالرو صادرات درېدلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د دغه وضعیت دوام به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

اوسمهال د افغانستان د صادراتي توکو څه باندې ۱۶۲ کانټینره، چې ډېری یې وچه مېوه ده، په واګه بندرې کې بند پاتې دي.

د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی.

تازه هند د پاکستان پر درېیو هوایي اډو بریدونه کړي او پاکستان یې هم پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...