تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۲۰مه】د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې زیات شوي نظامي کړکېچ وروسته د دواړو هېوادونو جنګي بېړۍ د یو او بل اوبو ته نږدې شوې دي.
د پاکستان سمندري ځواکونو ویلي، چې د هند «ناوړه» ارادې په درک کولو سره یې خپلې جنګي بېړۍ سمندر ته ښکته کړي او ټاکلو ځایونو ته یې رسولې دي.
دواړو هېوادونو ویلي، چې د جنګي الوتکو او نورو سمندري تجهیزاتو حرکت د څارنې او د احتمالي ګواښ مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د اټومي وسلو د پالیسیو د څار ادارې بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.
که څه هم تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي جګړې خبرداری نه دی ورکول شوی، خو وروستي اقدامات ښيي، چې روان کړکېچ به نور هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا وکړه چې تېره شپه یې هند په دغه هېواد کې ۳ لویې هوایي اډې په نښه کړي، چې دوی هم ورته اقدام کړی، خو هند وايي د پاکستان توغندي یې شنډ کړي دي.
بل لورته تازه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.
دا وړاندیز نن سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال شوی دی.
مارکو روبیو ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده لارې چارې ولټوي او د راتلونکو احتمالي شخړو مخنیوی وکړي.