Homeخبرونههند او طالبانو د افغانستان پر خاوره د هند د توغندويي برید...

هند او طالبانو د افغانستان پر خاوره د هند د توغندويي برید ادعا رد کړه

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) د هند د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر وکرم میسري د شنبې په ورځ د پاکستان هغه ادعا کلکه رد کړه چې ګواکې د هند توغندیو افغانستان ویشتی دی، او دا یې “بشپړه بې‌اساسه تورونه” وبلل.

میسري، چې د هند د پوځ له ډګرمنې صوفیه قریشي او د هوايي ځواک د څانګې له قوماندان ویمیکا سینګ سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، د افغانستان له خلکو وغوښتل چې یاد وساتي کوم هېواد بیا بیا په هغوی بریدونه کړي. د ده اشاره پاکستان ته وه چې په وروستیو څو کلونو کې یې په ځلونو د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي.

هغه وویل:
“د افغانستان خلکو ته اړتیا نشته چې څوک‌ یې یاد کړي — هغه هېواد چې تل‌ یې پر ملکي وګړو او زیربناوو بریدونه کړي، حتی د تېر یو نیم کال په جریان کې.”

میسري پاکستان تورن کړ چې د نهیلۍ یې د دروغو کمپاین پیل کړی څو هند یرغلګر وښيي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم د پاکستان د پوځ دا ادعا رد کړه چې ګنې د هند پوځ پر افغانستان توغندویي برید کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي سیمه ییزې راډیو حریت ته ویلي چې د افغانستان پر خاوره د هند د توغندي د لګېدو ادعاوې حقیقت نه لري.

د پأاکستان د پوځ ویندوی تېره شپه وروسته له دې چې هند د پاکستان په پنجاب ایالت کې پر دروړ پوځي اډو د کروز توغندو بریدونه وکړل، وویل چې هند د افغانستان خاوره هم ویشتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...