تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۲۰مه】د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.
دا وړاندیز نن سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړی دی.
مارکو روبیو ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده لارې چارې ولټوي او د راتلونکو احتمالي شخړو مخنیوی وکړي.
امریکا داسې مهال دا وړاندیز کوي، چې پرون یې مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، د هند او پاکستان ترمنځ شخړه د دوی په اند د “ګټو جګړه” ده، او واشنګټن نه غواړي پکې مداخله وکړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال له هند او پاکستان غوښتي وو، چې خپلې ترینګلتیاوې راکمې کړي او زیاته کړې یې وه چې واشنګټن نشي کولی دا دوه اټومي هېوادونه کنټرول کړي.
جې ډي ونس زیاته کړې وه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه په دوی پورې اړه نه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، جې ډي ونس ویلي، دوی غواړي دغه موضوع ژر تر ژره پایته ورسيږي.