Homeخبرونهد پاکستان پر درېیو هوایي اډو د هند تر برید وروسته جګړې...

د پاکستان پر درېیو هوایي اډو د هند تر برید وروسته جګړې بیا زور اخیستی

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۲۰مه】د راپورونو له مخې د پاکستان پر درېیو هوايي اډو د هند له برید وروسته دغه هېواد هم د هند خلاف ځوابي ګامونه پورته کړي دي.

پاکستان خپلو عملیاتو ته (بنیان مرصوص) عملیاتو نوم ورکړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د هند د هوايي دفاع سیستم د ویجاړېدو سربېره یې سایبري بریدونه هم ترسره کړي دي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا د ملي قوماندې ادارې غونډه رابللې ده.

د هند دفاع وزارت بیا ویلي چې پاکستان د هند پر خپلواکۍ تېری کړی او د عامو خلکو ژوند یې ګواښلی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په لړ کې، هندي رسنیو د دغه هېواد د هوايي ډګرونو ادارې په حواله راپور ورکړی چې حکومت د شمالي او لوېدیځ هند ۳۲ هوايي ډګرونه په موقته توګه تړلي دي.

ویل کېږي چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې د کشمیر په سرینګر ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

چارواکي وایي، دا بندیزونه د پاکستان له احتمالي بریدونو سره هم‌مهاله لګول شوي، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه هوايي ډګرونه به کله بېرته فعالیت پیل کړي.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل او هند یې پړه پر پاکستان واچوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...