تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۲۰مه】د پيسو نړیوال صندوق د دغه صندوق د اقلیمي مبارزې له لارې پاکستان ته د ۱.۴ ملیارده ډالرو تازه پور تصویب کړ.
رویټرز راپور ورکړی چې د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان اقتصادي ثبات لپاره د ۷ ملیارده ډالرو د جلا پور پروګرام هم ارزولی چې یو ملیارد به یي په نغدي ډول ازادې شي.
د دغه صندوق د بورډ د تېرې ورځې (جمعې) په غونډه کې بیا هند ویلي چې د پیسو نړیوال صندوق دې پاکستان ته د پور پر ورکړې یو ځل بیا غور وکړي.
هند اندېښنه څرګنده کړې چې “ښایي پاکستان دغه پیسې د ترهګرۍ پر ملاتړ ولګوي.”
یاد صندوق داسې مهال پاکستان ته پور ورکوي چې تازه له هند سره په جګړه بوخت دی.
تازه د پاکستان پوځ ویاند ویلي، ټاکل شوې لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د “ملي قومندې ادارې” غونډه را وبولي.
د دغې ادارې موخه که څه هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري پوځي عملیاتو پلانول دي خو تر ټولو مهمه موخه یې د اټومي وسلې د کارولو یا نه کارولو په اړه پرېکړه ده.
نړۍ وال صندوق لکه چي ورستې شلومبې پر سر پورته کړي…. غرق سوی هیواد ته څنګه پور ورکوی…ږ