چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهنن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته...

نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته کېږي

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۲۰مه】‏ټاکل شوې ده چې نن شنبه کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د ځانګړو استازو درې اړخیزه ناسته وشي.

راپورونه کاږي، چې په همدې موخه د افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي کابل ته را رسېدلي دي.

ویل کیږي دې ناسته کې به تېر کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه میکانیزم خبرې اترې وشي.

وړاندې له دې هم د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې اړخیز میکانیزم پنځه غونډې شوې دي.

په یادو غونډو کې د سیاسي، او اقتصادي همکاریو پر ګډ کار کولو ژمنې شوې وې.

په دې غونډه کې د پاکستان استازی داسې مهال ګډون کوي چې هم مهاله پاکستان له هند سره په شخړه بوخت دی.

دواړه لوري پر یو بل وسله وال بریدونه کوي او هڅه کوي چې یو بل ته ډېر زیان واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...