تاند – بریتانیايي څېړونکو یوه نوې وسیله جوړه کړې ده چې د زړه فعالیت یا “فعاله عمر” معلومولی شي. د دوی په وینا، دا وسیله کولی شي د هغو کسانو په پیژندنه او لارښوونه کې مرسته وکړي چې د زړه د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.
تصور وکړئ چې له یوه طبي سکن وروسته پوه شئ چې ستاسو زړه ستاسو تر بدن ژر زړېږي، او که مو د ژوند طرز بدل نه کړئ، نو ډېر احتمال شته چې د زړه جدي ستونزې درته پیدا کېږي.
د “ایست انګلیا” پوهنتون څېړونکو د بریتانیا، هسپانیا او سینګاپور په ګډون د ۵۵۷ کسانو د MRI سکنونو معلومات تحلیل کړل، چې له دې ډلې ۳۳۶ کسان له چاغښت، لوړ فشار یا شکر ناروغۍ سره مخامخ وو. دوی یوه وسیله جوړه کړه چې د زړه اصلي یا واقعي عمر اندازه کړي.
څېړونکو د زړه د خونې اندازه او د وینې پمپ کولو وړتیا اندازه کړه – دا هغه شاخصونه دي چې عموماً د زړه د روغتیا د وړاندوینې لپاره کارول کېږي. دوی له دغو معلوماتو څخه یو فورمول جوړ کړ څو د زړه “فعاله عمر” معلوم کړي.
د دې مطالعې پایلې چې په “اروپايي زړه ژورنال” کې خپرې شوي، ښيي چې د هغو کسانو زړه چې روغتیایي ستونزې لري، په اوسط ډول د دوی له واقعي عمر څخه ۴.۶ کاله زوړ وي. دا توپیر په چاغو کسانو کې لا زیات و.
د زړه متخصص او د دې مطالعې مشر څېړونکی ډاکټر پانکاج ګارګ، وايي: «هغه کسان چې د شکر یا چاغښت ستونزې لري، اکثر داسې زړه لري چې تر معمول ډېر ژر – کله کله خو تر څو لسیزو وړاندې – زړېږي.»
خو څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا وسیله لا هم ځینې نیمګړتیاوې لري، لکه دا چې نه ښيي چې ناروغان له څومره وخته دا ناروغي لري، او همدا راز یوازې هغه کسان پکې شامل وو چې له دې ناروغیو سره سره تر زړښت پورې ژوندی پاتې شوي دي – دا یوه احتمالي احصایوي خطا بلل کېږي چې “د ژوندي پاتې کېدو تعصب” نومېږي.
همداراز، د مطالعې ګډونوال محدود وو، او دا ماډل باید د پراخو ډلو په منځ کې وازمویل شي.
سره له دې، ساینسپوهان هیله لري چې په راتلونکې کې به ډاکټران دا وسیله د ناروغیو د مخنیوي او مشورې لپاره وکاروي. ډاکټر ګارګ وویل: «کله چې یو ناروغ د خپل زړه ریښتینی عمر وپېژني، نو ممکن مشورې یا درملنه ترلاسه کړي چې د زړه د زړېدو چټکتیا راکمه کړي، او دا کار کولی شي د زړه حملې یا فلج مخه ونیسي.» ده د ژوند د طرز بدلونونه لکه سالم رژیم او ورزش مهم وګڼل.
هغه په پای کې زیاته کړه: «موږ غواړو خلکو ته دا واقعي فرصت ورکړو چې د زړه د ناروغیو پر وړاندې مقاومت وکړي.»