چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ ویندوی وايي، هند د دغه هیواد پر ۳...

د پاکستان د پوځ ویندوی وايي، هند د دغه هیواد پر ۳ هوايي اډو بریدونه کړې

تاند (شنبه، د غويي، ثور ۲۰ مه) د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې هندي الوتکو تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ د نورخان، شورکټ او مرید پر درو هوايي اډو بریدونه کړي دي.

بریدجنرال احمد شریف ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې د پاکستان هوايي ځواک ته تاوان نه دی اوښتی.

ده همداراز ادعا وکړه چې هند د افغانستان خاورې ته هم توغندي ویشتي دي.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې تر دې چې برید جنرال شریف په یوه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړي، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې دوې زورورې چاودنې واورېدل شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړه وروسته له هغه مخ په پراخېدو ده چې په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو او ۲۶ تنه ووژل شول او بیا هند د دغه برید په غچ کې په پاکستان کې ۹ ځایونه په توغندو وویشتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...