تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) د هندوستان کرکټ بورډ (BCCI) د جمعې په ماسپښين په يوه بیان کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د آیپياېل سیالۍ “سمدلاسه د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوې دي”. دا پرېکړه د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو ورځو د شخړو له امله شوې ده.
د بورډ سکرتر دیواجیت سایکیا ویلي:
“د لوبو د نوې مهالوېش او لوبغالو اړوند نور جزییات به د حالاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د اړوندو چارواکو او ذينفعه اړخونو سره په مشوره اعلان شي.”
نوموړي زیاته کړه: “دا پرېکړه د آیپياېل د اداري شورا لهخوا له ټولو اړخونو سره له سلا مشورې وروسته شوې، ځکه ډېری فرنچایزونو د خپلو لوبغاړو اندېښنې او احساسات، د خپرونکو، سپانسرانو او مینهوالو نظرونه وړاندې کړي وو. سره له دې چې د هند کرکټ بورډ د هېواد د وسلهوالو ځواکونو پر چمتووالي او ځواک پوره باور لري، خو بورډ دا مناسبه وبلله چې د ټولو اړوندو اړخونو په تفاهم اقدام وشي.”
د آیپياېل د ځنډ پرېکړه هغه وخت وشوه کله چې د هند کرکټ بورډ لوړپوړي چارواکي، چې پکې سایکیا او د آیپياېل مشر ارون دهومل هم شامل وو، یوه بیړنۍ ټیلیفوني غونډه وکړه. ټولو فرنچایزونو ته د ځنډ خبر د هند په وخت د مازیګر له ۲:۴۰ بجو مخکې ورکړل شوی و. ویل کېږي چې د غونډې ټولو ګډونوالو په یوه خوله پرېکړه وکړه چې اوسني وضعیت ته په کتو، د آیپياېل دوام مناسب نه دی.
د لوبډلو د بېځایه کېدو بهیر هم پیل شوی، او لوبغاړي او ملاتړي کارکوونکي د خپلو اړوندو لوبډلو او نړیوالو لوبغاړو اتحادیو په مرسته، د هند دننه یا بهر ته په لومړیو فرصتونو کې په الوتکو کې روانیږي.
دا بدلون یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې آیپياېل د پنجشنبې د ورځې د پنجاب کینګز (PBKS) او ډیلي کپېټلز (DC) ترمنځ سیالي د لومړۍ پاڼۍ په نیمایي کې لغوه کړه. د دارامسالا او شاوخوا سیمو هوايي ډګرونه تړل شوي وو، له همدې امله د دواړو لوبډلو لوبغاړي او عمله په بس کې جالندهر ته لاړه او له هغه ځایه یې تر ډیلي پورې په ریلګاډي کې سفر وکړ.
د جنوبي افریقا د کرکټ لوبغاړو اتحادیې اجرائیه مشر اندریو بریتسکې ویلي:
“د لوبغاړو روغتیا او امنیت هیڅکله د معاملې وړ نه دی. موږ په آیپياېل کې له خپلو ټولو لوبغاړو سره مستقیم تماس لرو او د امنیتي راپورونو تازه معلومات ورکوو. موږ هغوی ته هر ډول مرسته وړاندیز کړې ده چې ورته اړتیا ولري.”
د ۲۰۲۵ په آیپياېل کې تر دې دمه ۵۸ لوبې شوې (د دارامسالا د لغوه شوې لوبې په شمول). لا هم د ګروپي پړاو ۱۲ نورې لوبې پاتې دي، چې ورپسې به پلېاف پړاو وي. که آیپياېل ژر بېرته پیل نه شي، نو د جون په ۲۰مه د انګلستان په وړاندې د هندوستان د پنځو ټېسټونو لړۍ پیلېږي، بله ممکنه کړکۍ ښايي یوازې د سپټمبر میاشت وي — هغه مهال چې هند دوه اړخیزې لوبې نه لري، خو دا وخت هم د نارینهوو د آسیا جام مهالوېش دی.