تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) بلوڅ آزاديغوښتونکې پوځ (BLA) اعلان کړی چې هغه پولیس افسران چې د کلات ولایت د منګوچېر په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ازاديغوښتونکو له خوا نیول شوي وو، بېرته خوشې شوي دي.
د BLA د ځانګړي واحد “فاتح سکواډ” له خوا د ښار د کنټرول نیولو او د منګوچېر د مهم ستراتیژیک ځای، خزیني، د لویې لارې د بندولو پر مهال، د پولیسو افسران غلام سرور (ASI)، فراز علي، رفیق احمد چنه، محمد ناصر، او فراز احمد نیول شوي وو.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ټینګار کوي چې دا کسان یې نه د کمزورتیا او نه هم د امتیاز ورکولو په خاطر خوشي کړي، بلکې د بلوڅ ملي مقاومت د اخلاقي برلاسۍ، سیاسي پوخوالي او ستراتیژۍ څرګندونه ده. «موږ دغو کسانو ته دا فرصت ورکړ چې د بلوڅستان د ازادۍ له غورځنګ سره د جګړې له لیکې لرې پاتې شي او دا درک کړي چې د اشغالګر نظام برخه جوړېدل، د خپل ملت په وینه کې برخه اخیستل دي.»
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې همداراز ویلي: «موږ پوهېږو چې ډېر بلوڅان، که څه هم یونیفورم په تن لري، د استعماري ظلم پر وړاندې کرکه لري.»
«موږ غواړو دا پیغام د بلوچستان هر پولیس سټېشن، هر امنیتي پوست، او هر یونیفورم لرونکي بلوڅ ته ورسېږي: بلوڅ آزاديغوښتونکې پوځ نه غواړي پر تاسو ډزې وکړي، خو دا پرېکړه ستاسو ده چې د بلوڅ ملت د بقاء په مبارزه کې د دښمن د وسلې برخه جوړېږئ، که بېطرف پاتې کېږئ.»
تر دې مخکې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې جنګیالیو یې د بلوچستان په کیچ، مستونګ او کاچي کې په شپږو ځایونو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر پوځیان وزل شوي دي.