په نړۍ کې هر څوک د سولې غوښتونکی دی، خو بیا هم جنګونه روان دي. دا ځکه چې ځینې له خپل حده زیات غواړي او د نورو حق ته ارزښت نه ورکوي. که هر څوک په خپل طبیعي حق قانع شي او د بل حق ته په درناوي وګوري، ډېری ستونزې به هوارې شي.
که له زړه وغواړو چې د نړۍ په هېڅ کونج کې هېڅوک ونه ځورېږي، هر انسان باید د ترحم لاس بل ته وروغځوي، ترڅو کینه او نفرت له زړونو ووځي. دا یو خیال نه، بلکې یو واقیعت دی — که موږ یې باور وکړو، او له ځانه یې پیل کړو.
تعلیم او اخلاق – د اصلاح اساس
ټولنه ښوونې ته اړتیا لري، خو له هغې سره روزنې ته هم. روزنه ده چې انسان ته شعور، مینه، عدالت او بښنه ورزده کوي. ځینې کسان د اخلاقو له مخې دا جرأت نشي کولی چې چاته زیان ورسوي، او هڅه کوي چې نه په ژبه، نه په لاس، او نه په نیت چاته ضرر ورسوي. همدا د انسانیت بنسټ دی، او باور لرم که دا فکر هر انسان ته ورسیږي، نړۍ به بدله شي.
له مفکورې تر عمله – د زغم مرکز
که موږ وغواړو چې دا افکار خپاره کړو، دا احساسات ژوندی وساتو، او دا ارزښتونه ولس ته ورسوو، نو باید منظم، مؤثر، او علمي چوکاټ ولرو. د زغم یو داسې مرکز رامنځ ته کړو چې فکري، اخلاقي، ټولنیز او تعلیمي مرکز وي. چې له وړو کارونو نیولې تر سترو اقداماتو پورې د اصلاح بنسټ کیږدي.
موخې
• د سولې، بښنې، تفاهم او درناوي ارزښتونو خپرول
• د ټولنیزو رسنیو له لارې د مثبتو افکارو پراخول
• د مخکښو اشخاصو له کردار نه استفاده کول
• د ټولنیزو طبقو ترمنځ د درناوي او درک احساس رامنځته کول
• د ځوانانو، ښځو، او زیانمنو قشرونو لپاره ملاتړ او روزنه
• د تعلیم او اخلاقو یوځای پرمختګ ته زمینه برابرول
• د مثبتو شخصیتونو له لارې د فکر خورول
• د ټولنیزو رسنیو کارول، ترڅو پیغام زر خپور شي
• د ټولنیزو او اجتماعي مرکزونو فعاله کول
• د دیني، فرهنګي او ټولنیزو مشرانو مثبت نقش ته وده ورکول
• عامه پوهاوی، ناستې، حجرې، جوماتونه، ویډیويي پیغامونه، او علمي غونډې
د حکومتونو او شتمنو رول
دا کار نه یوازې نیت ته، بلکې عمل ته اړتیا لري. عملي کول یې منابع، امکانات، او همکاري غواړي. د همدې لپاره حکومتونه باید قانوني ملاتړ، تسهیلات او امکانات برابر کړي. شتمن کسان باید دا کار د خپل ټولنیز مسؤلیت په توګه ومني. د یوه روڼ، حسابورکوونکي جوړښت له لارې دې د باور فضا رامنځته شي.
دا یو ارمان نه، بلکې ولسي اړتیا ده
دا د هر هغه انسان مفکوره ده چې درد درک کولای شي، مینه خوښوونکی وي، او انساني کرامت ته ارزښت ورکوي. که موږ دا منشور پر ځان عملي کړو، د نورو درناوی زده کړو او لاسونه سره یو کړو، نو دا وطن، دا نړۍ، او دا انسانیت به د زغم، مینې او سوکالۍ ساه واخلي.
راځئ، دا فکر یوازې فکر پاتې نه شي. دا عملي کړو. دا منشور د یو نسل د بیدارۍ پیل کړو.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۹ مې ۲۰۲۵