Homeخبرونهپه کابل کې د هلمند سین د اوبو د ګډې کمېټې غونډه...

په کابل کې د هلمند سین د اوبو د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د اوبو د دوه‌اړخیز تړون له مخې،د افغانستان او ایران د اوبو د کمېسارانو د ګډې کمیټې نهه‌ویشتمه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.

یاده ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اوبو د سرچینو د مدیریت او د هلمند تړون د دقیقې اجرا په هدف، د تخنیکي او دیپلوماټیکو تعاملاتو په چوکاټ کې ترسره شوې او د دواړو لوریو د رسمي استازو په ګډون جوړه شوې ده.

په دې خبرو کې دواړو خواوو د هلمند سیند د اوبو د بهیر وضعیت، د اوبو د ونډې اړوند مسائلو، د کجکي بند حالت او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور پر اساس، د دې ناستې موخه د اوبو په برخه کې د همکارۍ ښه‌والی، د احتمالي ترینګلتیاوو کمول او د دوه‌اړخیزو موافقو د پلي کېدو په بهیر کې زیات شفافیت رامنځته کول ښوول شوي دي.

د هلمند د اوبو د ګډې کمیټې ناستې د ۱۳۵۱ لمریز (۱۹۷۳ میلادي) کال د تړون له مخې له هغو لاروچارو څخه ګڼل کېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د موافقو د تطبیق څارنې او د احتمالياختلافاتو د حل لپاره تعریف شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...