Homeخبرونههند له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ۲۴ هوایي...

هند له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ۲۴ هوایي ډګرونه تړلي

تاند【جمعه د ثور ـ غویي ۱۹مه】د هند ملکي هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله یې ۲۴ هوايي ډګرونه تړلي دي.

د کورنیو هوایي شرکتونو له لوري مسافرو ته ویل شوي، چې د شنبې تر ورځې دغه الوتنې ځنډول شوي.

بل خوا د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې تایید کړې چې د څلورو هوایي ډګرونو د لنډمهالي ځنډ وروسته یې اوس په ټول هېواد کې الوتنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تازه پیل شوي پوځي کړکېچ وړاندې هند او پاکستان په اقداماتو کې د دواړو هېوادونو لپاره خپل هوايي حریمونه هم تړلي دي.

د هند او پاکستان پوځي کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

تازه د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، چې د هند او پاکستان جګړه د خپلو ګټو سره تړلې او دوی پکې مداخله نه کوي.

هند وايي، د می په ۷ مه یې د پهلګام پېښې غچ په پاکستان کې له هغو ترهګرو او د دوی له روزنځایونو واخیست، چې اپرېل کې یې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...