Homeخبرونهد نا امنۍ له وېرې، د PSL پاتې لوبې اماراتو ته انتقال...

د نا امنۍ له وېرې، د PSL پاتې لوبې اماراتو ته انتقال شوې

تاند【جمعه د ثور ـ غویي ۱۹مه】‏د پاکستان او هند ترمنځ د وسله وال کړکېچ پر دوام د دغه هېواد کرېکټ غوره لیګ یا PSL سیالۍ متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې.

د دغه لیګ لسم پړاو سیالیو کې یوازې ۸ لوبې پاتې دي، چې په دوبۍ کې به ترسره شي.

د راپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکو سیالیو نوی مهالوېش به ډېر ژر اعلان شي او تمه ده چې لوبې به نږدې یوه اوونۍ وروسته پیل شي.

تېره ورځ د کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه هم د راولپنډۍ پر کرېکټ لوبغالي د هند د ډرون برید له امله وځنډول شوه.

پر راولپنډۍ د هندي ډرون برید او په دغه هېواد کې د بهرنیو لوبغاړو پر وړاندې موجودو امنیتي اندېښنو بهرني لوبغاړي نور هم اندېښن کړي دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ او امنیتي ادارو له هند سره تر کړکېچ وړاندې هم په دغه هېواد کې د افغان لوبغاړو په ګډون د بهرنیو لوبغاړو د امنیت خوندیتوب لپاره د امنیتي تدابیرو د ټینګولو امر کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...