Homeخبرونهجنوبي وزیرستان کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي

جنوبي وزیرستان کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند【جمعه د ثورـ غویي ۱۹مه】د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې امنیتي پوستې برید شوی.

په دغه برید کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې له برید وروسته یادې پوستې ته د ژغورنې ور روان موټر ته هم کمین نیول شوی دی.

په دغه کمین کې لږ تر لږه ۵ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

خو تر دې وړاندې د ورته اکثرو پېښو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي منلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...