Homeخبرونهکاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو

کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلو کاردینالانو د کاتولیک کلیسا لپاره نوی پاپ وټاکه.

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.

نوی ټاکل شوی پاپ چې ۶۹ کلن امریکایي دی د “Leo XIV” نوم غوره کړی دی.

د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره دا تاریخي غونډه د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۸مه، د ۱۳۳ کاردینالانو له لوري ترسره شوه، چې د ۷۰ هېوادونو استازیتوب یې کاوه.

هغوی د لنډو بحثونو وروسته، کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کلیسا نوی مشر وټاکه.

د انتخاباتو بهیر د دود سره سم د واتیکان په سیستین چپل کې تر سره شو.

د پنجشنبې له غرمې مخکې تور لوګی پورته شو، چې دا د ناکامې رایې نښه وه.

خو له غرمې وروسته په لومړۍ رایه کې اکثریت کاردینالانو د پرووست په پلویتوب رایه ورکړه.

پاپ لېو څوارلسم به اوس په نړۍ کې د مسیحیې مذهبي ټولنې رسمي مشري پر غاړه واخلي.

2 COMMENTS

  1. که څه هم زه پخپله مسلمانی ډیر خوښ او ویاړن یم خو دینی تعصب نلرم، سره لدې پدې عقیده یم چی:
    هم امریکائی وی او هم د کاتولیک مذهب مشر پاپ وی نو څومره جنسی رسوائی به را منځته کړی.

  2. دا يو شی زموږ د ملايانو او د کاتوليک مذهبي مشرانو سره چي ګډ ده هغه هم جنسي ده ، دواړه دمذهب د زدکړي او تدريس په بانه له تنکيو هليکانو سره لواتت کوي او فرق د دواړو داده چي کاتوليک مذهبي مشر رسوا کيږي محاګيمه کيږي خو ملا او تالب ته څوک غږ نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...