پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سوداګرۍ وزیر: افغانستان د سیمې د ترانزیت په مرکز بدلوو

د سوداګرۍ وزیر: افغانستان د سیمې د ترانزیت په مرکز بدلوو

تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۲مه】د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون د افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې د هېواد سټراټیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي، دوی ژمن دي څو افغانستان د سیمې د ترانزیت په مرکز بدل کړي.

عزیزي زیاته کړې، هڅه کېږي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزو توکو ته د لاسرسي برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي دغه راز چمتووالی ښودلی، چې د افغانستان په کانونو د پانګونې لپاره لویو قزاقستاني شرکتونو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

هغه د طالبانو د حکومت په بيا واکمنۍ سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې او ویلي يې دي، چې دغه کچه به دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې تر درې مليارده ډالرو پورې ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په کابل کې ګډ نندارتون هم پرانیستل شي.
https://taand.net/?p=253704

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...