پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهچین طالبانو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د...

چین طالبانو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) چین د افغانستان د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د روان کال په غونډو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډو ته د طالبانو د استازو د بلنې له امله مننه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

وزارت په خپله خبرپاڼه کې د بلل شوي پلاوي د کچې یا ترکیب په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو په وینا، د چین سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

چین له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو سفیر یې په رسمي ډول منلی او له اوسني رژیم سره نژدې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

افغانستان تر هغه مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د څارونکي په توګه ګډون درلود، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته چې پخوانی نظام سقوط وکړ، د افغانستان غړیتوب وځنډول شو، او د طالبانو استازو په تېرو څلورو کلونو کې د دې سازمان په غونډو کې ګډون نه درلود.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سر منشي نورلان یرمکبایف تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۵مه غونډه به د ۲۰۲۵ کال په دوهمه نیمایي کې د چین په ولسي جمهوریت کې جوړه شي. نوموړي همداراز ویلي چې د دې غونډې اجنډا «ډېره بډایه» ده.

افغانستان کلونه هڅه وکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړی شي، خو د ناامن وضعیت او اوږدو جګړود دې هدف د تحقق مخه ونیوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب