پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههره میاشت له اروپا څخه افغانستان ته ۳ ریلګاډي بار راوړل کېږي

هره میاشت له اروپا څخه افغانستان ته ۳ ریلګاډي بار راوړل کېږي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت مرستیال ویلي، هره میاشت له اروپا څخه ترکیې ته، او بیا د ایران له لارې افغانستان ته شاوخوا ۱۰ زره ټنه بار انتقالېږي، چې د درېیو ریلګاډو معادل دی.

جبار ذاکري ویلي، دا لاره د ختیځ-لوېدیځ د ریلګاډي دهلیز یوه برخه ده، چې ایران، ترکیه او افغانستان د اروپا د ریللارې له شبکې سره نښلوي.

ښاغلي ذاکري د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) له ایران کار خبري‌ آژانس (ایلنا) سره د اروپا-ترکیې-ایران-افغانستان د ریلګاډي ترانزیټي لارې په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «له سرخس څخه تر چشم‌ثریا پورې لاره باید بشپړه شي. دا مهال د خاوران پټلۍ جوړه شوې، خو له خاوران څخه د تبریز تر اوسني تمځای پورې، او همداراز له مرند څخه تر چشم‌ثریا پورې د ریللارې کار لا پاتې دی.»

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې چې تهران له انقرې سره موافقه کړې چې دواړه هېوادونه به د چشم‌ثریا کرښه د ترکیې د قارص ښار له ریللارې سره ونښلوي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ریللارو د پراختیا کنسورشیم مشر اعلان وکړ چې تېر کال ۶۰ زره ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي د خواف-هرات د ریلګاډي له لارې، د ایران د خواف ولسوالۍ د شمتیغ له سرحدي تمځای څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب