پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپه ډنمارک او بلجیم کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر...

په ډنمارک او بلجیم کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریونونه وشول

نن د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له لوري په ډنمارک (آغوس) او بلجیم (بروکسل) ښارونو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو او زورولو پر ضد احتجاجي لاریونونه ترسره شول.

لاریون کوونکو د پاکستاني حکومت دغه چلند غیر اسلامي، غیر انساني او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف وباله.

د PTM ډنمارک مشر میرویس سالم وزیر او د بلجیم مشر وحید شیرزاد په خپلو ویناوو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې روان ظلم وغنده او له نړیوالو ادارو یې د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار وکړ چې زرګونه افغان کډوال، چې ښځې، ماشومان او زاړه پکې شامل دي، له کورونو ایستل شوي، شتمنۍ یې لوټ شوې او حتا د قانوني اسنادو لرونکي کورونه هم نړول شوي دي.

لاریونوالو له اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نورو آزادو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او دا ناقانونه جبري شړل ژر تر ژره بند شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب