پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهنړیوال جام ته د غوراوي پړاو کې ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې...

نړیوال جام ته د غوراوي پړاو کې ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې هانګ کانګ مات کړ

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۲۵مه】د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې له عمان وروسته د هانګ کانګ د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته هم په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان پوره کړ.

افغان لوبډلې دغه لوبه د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوزېدلې، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه حفیظ ځدراڼ ۳، نصرت الله نورستاني ۲، زیت الله شاهین، واحد الله ځدراڼ، عزیر خان نیازي، محبوب خان او نظیف الله امیري یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې ده چې افغان نولس کلنه کم عمره لوبډله د راتلونکې چهارشنبې سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...