پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+د نوبل د ادبي جایزې ګټونکی پیرويي لیکوال ماریو بارګاس یوسا ومړ

د نوبل د ادبي جایزې ګټونکی پیرويي لیکوال ماریو بارګاس یوسا ومړ

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د نوبل ادبیاتو جایزې ګټونکی لیکوال او د پیرو سیاستوال، ماریو بارګاس یوسا، د یکشنبې په ورځ، د اپرېل ۱۳مه، په ۸۹ کلنۍ کې د دې هېواد په پلازمېنه لیما کې په حق ورسېد.

ښاغلی یوسا د “بوم” ادبي خوځښت ( Latin American Boom) وروستی پاتې غړی و — دا خوځښت چې د ۱۹۵۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزو ترمنځ د لاتینې امریکا ادبي غورځنګ و، او نوموړی د هسپانیايي ژبې له سترو لیکوالو څخه شمېرل کېده.

ماریو بارګاس یوسا د خپلې لیکوالۍ د شپږو لسیزو په موده کې، په ناولونو کې د لاتینې امریکا استبداد، فساد او افراطیت ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.

د یوسا نړیوال شهرت له هغه مهاله پیل شو کله چې یې لومړی ناول “د سپي ژوند” خپور کړ. په دې اثر کې، نوموړي په یوه حربي ښوونځي کې د خپل تریخ ژوند تجربې انځور کړې وې. دا کتاب د هغه د ادبي ژوند پیل و، چې وروسته د “بوم” ادبي خوځښت یوه مهمه برخه شوه. دغه غورځنګ د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو ترمنځ پیل شو او د نړۍ پام یې د لاتینې امریکا ادبیاتو او ټولنیزو مسایلو ته واړاوه. په دې دوره کې، لیکوالانو لکه ګابریل ګارسیا مارکیز، کارلوس فوینتس، او خولیو کورتازار د ماریو بارګاس یوسا ترڅنګ د لاتینې امریکا د طلایي نسل ادیبان رامنځته کړل.

که څه هم د دې دورې لیکوالان عموماً د لاتینې امریکا د اصلي اوسېدونکو کړاوونو، تبعیضونو، او بې‌عدالتۍ ته پام کوي، د یوسا اثار د سبک له پلوه د “بوم” له نورو لیکوالانو سره توپیر لري. ښاغلی یوسا، د دې خوځښت د ډېری مخکښانو لکه ګارسیا مارکیز، خلاف د جادويي واقعیتپالنې (ریالیزم) پلوی نه و، او واقعیت یې له خیالي عناصرو سره نه یوځای کاوه. که څه هم تخیل په هغه کې مهم ځای لري، خو لکه څنګه چې ده په خپله ویلي، تخیل یې پر حقیقت ولاړ دی.

ښاغلي یوسا له واقعي شخصیتونو څخه د خپلو کیسو لپاره الهام اخیست، او د هغه سبک د داستاني نبوغ او ژوندلیک لیکلو یو ګډ ترکیب و. د ماریو بارګاس یوسا له مشهورو اثارو څخه یو هم “د وزې مېله” (۱) دی. په دې سیاسي ناول کې نوموړی د ډومینیکن جمهوریت د دیکتاتور رافایل تروخیو د واکمنۍ وروستۍ ورځې او د هغه د ترور پلان انځوروي.

“د قیامت جګړه” د دې پیرويي لیکوال بل مشهور اثر دی، چې په ۱۹مه پېړۍ کې د برازیل د یوه مذهبي فرقوي پاڅون خونړۍ کیسه بیانوي.

ماریو بارګاس یوسا تل لیکل. د وال‌سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، هغه آن په ۸۰ کلنۍ کې هم هره ورځ قلم په لاس کې درلود.

ښاغلي یوسا له “پاریس ریویو” سره په یوه مرکه کې ویلي: “لیکوالي زما طبیعت دی. که ونه لیکم، بې له شکه به مې دماغ وچوي!”

ښاغلی یوسا په ځوانۍ کې د کیوبا د انقلاب له مشر فیدل کاسترو سره مینه درلوده، خو ژر یې له کمونیزم خوا توره شوه، او د ښي‌ اړخو ګوندونو ترڅنګ یې “د ازادۍ خوځښت” جوړ کړ. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د پیرو د ولسمشرۍ نوماند و، خو له البرټو فوجیموري څخه یې ماته وخوړه. یوسا له دې ماتي وروسته له سیاست څخه لاس واخیست.

ماریو بارګاس یوسا د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۷مه، وروسته له شلو کلونو نوماندۍ، د نوبل ادبیاتو جایزه وګټله. هغه له ګابریل ګارسیا مارکیز وروسته د لاتیني امریکا دوهم لیکوال و چې دا جایزه یې ترلاسه کړه. ښاغلي مارکیز دا جایزه په ۱۹۸۲ کال کې ګټلې وه.

ښاغلي یوسا د نوبل جایزې د ترلاسه کولو پر مهال په خپله وینا کې وویل: “ناول لیکل داسې دي لکه چې د ورځې، اوونۍ او میاشتو لپاره له خپلې معشوقې سره د مینې لوبه کوې — دومره مستي لري.”

د نوموړي زوی، الوارو بارګاس یوسا، د یکشنبې په ماښام، د اپرېل ۱۳مه، د خپل پلار د مړینې خبر د ایکس (پخوانی ټویټر) پر ټولنیزه شبکه خپور کړ.

الوارو ولیکل: “په ژورې خواشینۍ سره اعلان کوو چې زموږ پلار، ماریو بارګاس یوسا، نن په لیما کې، د خپلې کورنۍ ترڅنګ، په ارامه ومړ.”

هغه زیاته کړه: “د هغه مړینه به د هغه خپلوان، ملګري، او لوستونکي په ټوله نړۍ کې غمجن کړي، خو موږ هیله لرو چې خلک همغسې تسلي پیدا کړي لکه څنګه چې موږ ترلاسه کړه — دا چې هغه اوږد، له ماجراوو ډک، او ګټور ژوند درلود، او داسې آثار یې پرېښي چې د ده تر عمره به ډېر دوام وکړي.”

الوارو همداراز وویل چې د پلار د غوښتنې له مخې به عمومي مراسم نه تر سره کېږي، او د هغه د وصیت مطابق، مړی به یې وسوځول شي.

ماریو بارګاس یوسا په خپله د مرګ په اړه ویلي و: “غواړم مرګ داسې را پیدا شي چې زه په لیکنه بوخت یم — لکه یوه ناڅاپي پېښه.”

—————————-

د دې اثر انګلیسی نوم ((The Feast of the Goat او هسپانیايي (La fiesta del chivo) دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب