پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه...

د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۲۵مه】د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون یکشنبه د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې په وینا، دغه کسان چې له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په بند کې وو، د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

بل لورته د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون یکشنبه د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۰کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۰۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۹کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

له یادو کورنیو څخه یې ۲۶۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې پاکستان افغان کډوالو ته د ورکړي ضرب الاجل د پوره کېدو وروسته په تېر دوو اونیو کې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...