Homeخبرونهمتقي له نظاماني سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره پر...

متقي له نظاماني سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند اندېښنه وښوده

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو د جبري ایستلو پر سر د اړیکو د ترینګلتیا په منځ کې پاکستان د سفارت شارژدافېر، عبیدالرحمن نظاماني، په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، سره وکتل.

په دې کتنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له دوی سره د ځینو حکومتي ادارو د ناوړه چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي روان وضعیت خواشینوونکی، پاروونکی، او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره زیانمن وباله، او له پاکستان یې وغوښتل چې پر خپل اوسني دریځ له سره غور وکړي او دا تګلاره ښه کړي.

ښاغلي نظاماني د افغانستان اندېښنو ته په پام ډاډ ورکړ چې دا مسئله به اړوندو پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

په پای کې، دواړو خواوو د عملي اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ، او د لوړ پوړو پلاویو د دوامداره اړیکو اړتیا یې یو ځل بیا تایید کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...