Homeخبرونهروسیې په سالنګ کې د نوي تونل جوړولو ته چمتووالی ښودلی

روسیې په سالنګ کې د نوي تونل جوړولو ته چمتووالی ښودلی

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۲۵مه】د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي په سالنګ کې یې د نوي تونل جوړولو او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې چې، د نوي تونل د اېستلو، پخواني هغه د ترمیم، د سړک او اوسپنې پټلۍ د رغولو، د نویو او پرمختللو ماشینریو په خریدارۍ هم خبرې شوي.

په دې ناسته کې د کابل لپاره د مسکو سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي د افغانستان ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ته په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ټولګټو چارو وزارت په عین حال کې ویلي، دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پر پراختیا ټېنګار کړی او په پام کې ده، چې د دې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له روسیې لېدنه وکړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د سالنګ تونل وخت ناوخته د سختو طوفانونو له امله تړلې وي، چې دې حالت خلکو ته هم ستونزې جوړې کړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...