تاند (یکشنبه، د وريږ حمل ۲۴ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په خازان کې یې د ملېشه ځواک تاڼه نیولې او وسلې یې غنیمت کړي دي.
دې بېلتون غوښتونکې ډلې نن شپه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې جنګیالیو یې تېره شپه یوه بجه د خازان په مسکان قلات سیمه کې د پاکستان د (لیویز) دولتي ځواکونو تاڼه او په هغې کې ټول لس تنه موجود کسان ونیول.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دوی د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ کلاشینکوفونه او نور پوځي وسایل لاس ته راوړي.
دوی زیاته کړې چې نیول شوي ملېشه ځواکونه یې وروسته په دې خاطر خوشي کړي او بخښلي چې د دوی په وینا په ملي خیانت کې یې برخه نه ده اخیستې.
د پاکستان حکومت او پوځ د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان د بلوچستان د ازادۍ پوځ د عملیاتو پړه هم له افغانستان سره تړلې بولي او ادعا کوي چې دا ډله له افغانستانه وسلې ترلاسه کوي.
د دغه هیواد صدراعظم شهباز شریف نن بیا ویلي چې د ګاونډي افغانستان له مشرانو غواړي چې له خپلې خاورې د «ترهګرو» د اوښتو مخه ونیسي.
د طالبانو حکومت په دې اړه د پاکستان مخکینۍ ټولې ادعاوې رد کړي او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپل هیواد کې دننه په خپله حل کړي.