Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایرانی پلاوی په افغانستان کې؛ د خواف- هرات ریللارې او دوه اړخیزې...

ایرانی پلاوی په افغانستان کې؛ د خواف- هرات ریللارې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د ایران یوه جګپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا لارې چارې وڅېړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د پلاوي تر ټولو مهم تمرکز د “خواف-هرات” د ریللارې پراختیا او د ترانزیتي ستونزو هوارولو ته دی.

د ایران د ترانسپورت او ښاري پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا پلاوی چې د یاد وزارت، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو ریاست، او د جنوبي خراسان ولایت جګپوړي چارواکي پکې شامل دي، افغانستان ته راغلی څو د ترانزیتي ظرفیت وارزوي، اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي، او د افغانستان د بیارغونې او کور جوړونې په پروژو کې د خصوصي سکتور د ونډې لپاره زمینه برابره کړي.

په اجنډا کې مهم ټکی د خواف–هرات د ریلګاډي کرښې او د “ماهي‌رود – فراه” د لارې پراخېدل دي. دا ریللاره، چې د ایران ختیځ د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي، له ډېرې مودې راهیسې د سیمې د سوداګرۍ او ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي لپاره حیاتي دهلیز بلل کېږي.

د ایران د ترانسپورت وزارت د پلان او سرچینو د مدیریت مرستیال، سید عبدالله ارجایي ویلي، حکومت غواړي، خپل کالنی ملي ترانزیتي ظرفیت ۴۰ میلیون ټنو ته لوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:
«دا هدف به هغه وخت ترلاسه شي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړو او ختیځ-لوېدیځ او شمال-جنوب دهلیزونه بشپړ کړو.»

ارجایي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د اروپايي بازارونو او ازادو اوبو د لاسرسي ستراتیژیکه اړتیا ایران ته دا فرصت ورکوي، چې خپل ترانزیتي عواید لوړ کړي او د سیمې د سوداګرۍ د یوه مهم مرکز په توګه ځان مطرح کړي.

یاد پلاوي دا هم ارزولي، چې څنګه کولی شي ایراني خصوصي شرکتونه د افغانستان له جګړې وروسته بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي. په خبرو کې د ساختماني توکو د صادراتو، د تخنیکي تجربو د انتقال، او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د کورونو جوړولو په پروژو کې د ایراني شرکتونو د ونډې د زیاتولو پر لارو چارو بحث وشو.

ارجایي څرګنده کړه، چې ایران هڅه کوي خپلو خصوصي شرکتونو ته داسې شرایط برابر کړي، چې د افغانستان د بیارغونې په هڅو، په ځانګړې ډول د ترانسپورتي زیربناوو او کور جوړونې په برخو کې، فعاله برخه واخلي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې د اقتصادي یووالي او پر محدودو پولو د افغانستان د انحصار د کمولو هڅې روانې دي. تمه ده، چې د خواف-هرات د ریلګاډي بشپړ فعالیت به افغانستان د ایران د چابهار او بندرعباس له بندرونو سره ونښلوي، او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي لپاره به یو بدلون راوستونکی رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...