پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، تراوسه پورې یې یو میلیون افغانان ایستلي دي

پاکستان وايي، تراوسه پورې یې یو میلیون افغانان ایستلي دي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د پاکستان پوځ ته یوې نژدې رسنۍ نن راپور ورکړ چې له پاکستان څخه د بې اسناده او د افغان پېژندپاڼې (Afghan Citizen Card) لرونکو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ د ټاکل شوې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته هم روانه ده.

د سما د راپور له مخې، یوازې د اپرېل پر ۱۲مه نېټه، تر ۷,۰۲۵ ډېر بې اسناده افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

تر اوسه پورې، له پاکستان څخه د ټولو بې اسنادو افغان وګړو شمېر ۹۳۵,۸۷۰ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې لا هم د ناقانونه، او افغان پېژندپاڼې لرونکو کسانو پر ضد سخت اقدامات روان دي.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې ټول ناقانونه، بهرني، او د افغان پېژندپاڼې لرونکي وګړي به بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

چارواکو ادعا کړې چې د ایستلو په بهیر کې هېڅوک له ناوړه چلند سره نه مخامخ کېږي.

خو دا په داسي حال کې ده چې له پاکستانه افغانستان ته بېرته راغلي افغان کډوال وايي چې له دوی سره خورا ځیږ چلند شوی، ډېری نه دي پرېښودل شوي چې د کور وسایل ورسره راوړي.

همداراز په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې پاکستاني پولیس لیدل کېږي چې کډوالې ښځې وهي او په زوره یې موترونو ته خېژوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...