پنجشنبه, مې 22, 2025
Home+ تورلېست (Blacklist) څه ته وايي؟

 تورلېست (Blacklist) څه ته وايي؟

پوهاند بشیر دودیال

افغانان هغه خلک وو چې تور اقتصاد، تورلست، تورې پېسې(* )، تورمخ، توروتومت… او نورو تورو ښکارندو سره نه پخلاکیدونکي او ورڅخه مبرا وو. له بده مرغه له څو کلونو راهیسې د تور اقتصاد، تور لست، تورمخ… خبرونه اورو. په دې سره مو د پتمنو نیکونو شمله په زمکه وویشته.

نو دا څه دي؟

د گرانو محصلانو پوښتنه اقتصاد کې د تور لېست وه، خو ایجاب کوي چې موضوع  پراخه توضیح شي.

تور اقتصاد د ټولو ناروا او ناقانونه اعمالو له لارې پیسې موندل دي( قاچاق، سړی تښتونه، بد اخلاقی، رشوت، نارسمی اقتصاد، جُرمی اقتصاد، له مالیاتو تېښته…) . نن ورځ” تور اقتصاد” او “زیرزمینی اقتصاد” دواړه یوه مانا لري.چې متاسفانه دغو وروستیو څوکلونو کې ورڅخه انکار نشي کیدای. بله هغه خواشینوونکې اصطلاح چې اورېدل کیږي، تورلست دی. د دې مانا څه ده؟

 په عمومي توګه د هغو موسساتو ، اشخاصو يا معامله لرونکو يو لېست دى، چې د حُکمي او حقيقي اشخاصو په توګه نا مطلوب پېژندل شوي وي.

په بل مفهوم؛ تور لست هغه په جُرم، جنایت یا جُنحه تورن او یا د امنیتی ادارو او استخباراتو له خوا په ملی خیانت د تورنوجوړ شوی لست دی چې په هغه کې د يو شمېر اشخاصو، هېوادونو يا موسساتونومونه د نا مطلوبو په توګه ليکل شوي وي. ځینې وخت د امنیتی ملحوظاتو له مخې داډول لست پټ او محرم ساتل کیږي. تورلېست کې راغلي نومونه يا د کشفي اوپوليسي ارګانو تعقيب لاندې راځي، يا يې شتمنۍ کنګل کېږي، تعزيراتو سره مخامخ کېږي،له هېواد څخه ممنوع الخروج کېږي يا ترهغه وخت پورې د تورلېست د شاملانو په توګه پېژندل کېږي، ترڅو عندالموقع عندالاقتضا پرېکړه ورباندې وشي. دغه لېست يوازې اقتصاد او سياست کې نه، بلکې نورو مسايلو کې هم معمول شوی، مثلاً که چېرې يو تن کار ګر په فابريکه کې د اعتصاباتو، ناغيړي او د نورو کارګرانو د تحريک له امله تور لېست کې شامل شي او د دغې فابريکې خاوند د ده نوم تورلېست کې نورو فابريکو ته هم واستوي ممکن هيڅکله به په هيڅ ځاى کې بيا استخدام نه شي (دا ډول تور لست کی شاملېدل د بی دسپلینی له امله وي، چی نه مستقیماً سیاسي ده او نه اقتصادی اړخ لري (البته پایله یې کیدای شي سیاسی او یااقتصادی شي). یا د تاریخی اثاروغله، غصب کوونکي، داړه ماران، تروریستان، بد اخلاقه وګړي او نور. زیاترو قوانینو؛ په تیره د اقتصاد برخه کې دا اصطلاحات دهغو له ځانګړنو سره ښودل شوي دي، یعنی تور لست ته غورځول کیدونکي نومونه (یا حقوقی او حقیقی اشخاص) یوناڅاپی نه، بلکې مخکې تر مخکې تعریف شوي دي. له دی لست بېخبري د مبرا کیدو دلیل نشی کیدای. امکان لري دغه لست کې دهغو اشخاصو نومونه هم شامل شي، چې د علم او پوهې له کاروان سره دښمني پالي یا بشري کرامت تر پښو لاندې کوي. تور لست ته د لوېدونکو تعریفونه بدلیږي، د نویو جرمونو په رامنځته کېدو لستونه هم اوږدیږي. یو شمېر جرمونه اوس ټوله نړۍ کې له منځه تللي، مثلاً د انسان غلام کول یا پلورل او پېرودل اوس هیڅ ځای کې نشته، خو یو شمیر نور جرمونه نوي پیدا شوي لکه د انسان قاچاق کول، د بدن دغړو ناجایزه پلورل، غیرقانونی جینیتکی اینجنیری، دشخصی زندانونو لرل او نور چې پخوا  نه وو.

هیله ده له دې ټولو تورونو خلاص او بېرته خپل د عزت او پرتم دوران ته ستانه او نړیوال دریځ کې خپل نیک شهرت او د درناوي وړ نوم بیا ترلاسه کړو.

د پوښتنې بله برخه دا وه چې ایا کیدای شي د یو سیمینار لپاره د ټاپک په توګه غوره شی؟ بالکل، نه یواځې کیدای شي، بلکې په زړورتیا سره دا موضوع بحث ته واچوئ. څو مره چې ښکاري متاسفانه زیاتره سیمینارونه او مونوګرافونه تکراري دي، نوی موضوعات غوره کړئ چې ورته اړتیا ده.

درناوی.

(*) تورې پیسې: Black money includes all funds/capital earned through illegal activity and also legal incomes that are not recorded for tax and legal activities and  purposes. Black money proceeds are sometime received in cash from underground economic activities. They are as such not taxed, license and clear sources.

یادښت: دې ته زیرزمینی او د تور اقتصاد برخه هم وایی.  غیررسمی اقتصاد دغو ټولو سره توپیر لري. راتلونکی کې بحث ورباندې کوو. غیررسمی اقتصاد هم جرمی برخه کی شمېرل کیږي. متاسفانه د نیمګړی اداری سیستم له امله همدااوس هم افغانستان کی لیدل کیږی، د اصلاح کولو کلکه اړتیا یې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...