پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان د ۱۶۵ میلیون ډالرو اینځر بهر ته صادر کړي

افغانستان د ۱۶۵ میلیون ډالرو اینځر بهر ته صادر کړي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر لمریز کال په لړ کې ۳۲ زره ۸۱۴ ټنه اینځر چې ارزښت یې ۱۶۵ میلیون ډالر کېږي، نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا اینځر هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، امریکا، عمان، قطر، بریتانیا، کاناډا، او هالنډ ته صادر شوي، او دا شمېر د ۱۴۰۲ لمریز کال په پرتله د پام وړ زیات دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د وچو مېوو د صادرونکو اتحادیې د اینځرو د صادراتو پر وړاندې مهمې ستونزې هم په ګوته کړې دي. د بانکدارۍ ستونزې، د ویزې اخېستلو سختي، او د معیاري پروسس فابریکو نشتوالی د وچو مېوو ــ په ځانګړي ډول د اینځرو ــ د صادراتو اساسي خنډونه بلل شوي دي.

اینځر، چې د افغانستان له مهمو محصلاتو څخه شمېرل کېږي، اوس مهال د هېواد د کلیدي صادراتي توکو په توګه پېژندل کېږي، چې هم د وچې او هم د تازه بڼې په ډول بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان په جنوبي ولایتونو په تېره بیا کندهار کې د اینځرو باغونه او په نتیحه کې یې د دې مېوې صادرات د پام وړ زیات شوي دي.

د اینځرو د صادراتو زیاتوالي د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لرلې، او دا د نړیوالو بازارونو لپاره د افغانستان د کرنیز ظرفیت څرګندونه کوي.

که د بسته بندۍ او پروسس معیارونه لا پسې ښه شي، د اینځرو د صادراتو راتلونکی روښانه ښکاري، او تمه ده چې دا به د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګري اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...