Homeخبرونهد افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۴مه) یوه زوروره زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۱ درجې و، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، مرکز د تاجکستان له رشت سیمې ۲۵ کیلومتره لیرې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.

سره له دې چې زلزله شدیده وه خو دې ته په کتو چې په ځپل شویو سیمو کې ګڼ خلک نه اوسي، تمه ده چې تاوانونه به یې نه وي اړولي یا به ډېر لږ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...