تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) جنوبي کوریا د (کې هایپرټیوپ) په نوم د یوه خورا چټګ ریلګاډي په جوړولو کار پیل کړی او تمه کېږي چې سږ کال ورڅخه کار واخیستل شی.
دا وسیله، چې په یوه خلايي پایپ کې حرکت کوي، ټاکل شوې چې په ساعت کې ۱۲۰۰ کیلومتره سرعت ته ورسېږي، حال دا چې د مسافر وړونکو الوتکو اعظمي سرعت په ساعت کې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره وي.
K-Hypertube
د بریتانیا د سن ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پروژه چې “K-Hypertube” نومېږي، د شاوخوا ۶.۷ میلیون پونډه بودجې په مرسته د درې کلونو لپاره تمویلېږي. په داسې حال کې چې په اوسمهال د جنوبي کوریا تر ټولو د تېز ریلګاډی، چې KTX نومېږي، اعظمي سرعت په ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره دی، هایپرتیوب به د خپلې حیرانوونکې چټکتیا له برکته د پلازمېنې سیول او بوسان ترمنځ (شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره فاصله) سفر یوازې په ۱۶ دقیقو او ۱۵ ثانیو کې بشپړ کړي. چې د اوسني KTX ریلګاډي د سفر د وخت شاوخوا اووه برخه کېږي.
د چاپېریال مل
که دا پروژه بریالۍ شي، نو دا به د الوتکو پرتله له چاپېریال سره ډېر مطابقت ولري. ځکه چې په برېښنا به چلیږي او چاپېریال به نه ککړوي. د داسې ترانسپورت پراختیا، چې ورته «په پټلۍ کې الوتکه» هم وایي، په ۲۰۱۳ کال کې د «هایپرلوپ» په نوم پیل شوه — دا یو نظر و، چې ایلن مسک وړاندې کړی و. په داسې حال کې چې متخصصان په اروپا کې اټکل کوي چې هایپرلوپ به تر ۲۰۳۰ کال پورې عملي شي، او چین هم د شاوخوا ۲۰۳۵ کال لپاره خپل ځانګړی سیستم پلان کړی، د جنوبي کوریا هایپرټیوب کېدای شي همدا سږکال استفادې ته چمتو شي!
سیمهییز پرمختګ ته وده
د «هایپرټیوب» پروژه د جنوبي کوریا د ځمکې، زیربنا، او ترانسپورت وزارت، د کوریا د ریلګاډو د څېړنو له موسسې سره په ګډه پر مخ وړل کېږي. د دې وزارت د ریلګاډي دفتر مشر، یون جین-هوان، د پروژې په اړه وویل: «دا څېړنه او پراختیا د هایپرټیوب ټکنالوژۍ — یعنې د پټلۍ الوتکې — د عملي کولو لپاره یو مهم لومړی ګام دی. دا پروژه دا وړتیا لري چې د سیمو پرمختګ ته وده ورکړي او د کلیوالو سیمو د نفوسو د کمېدو ستونزه راکمه کړي.»
هغه زیاته کړه: «یوازې شل کاله مخکې، جنوبي کوریا د تېز ریلګاډي د ټکنالوژۍ واردوونکی هېواد و، خو نن موږ دا ټکنالوژي نه یوازې پراخوو، بلکې صادروو یې هم.».»
له چین سره سیالي
دا پروژه وروسته له هغه پیل شوه چې چین تېر کال د خپلو مقناطیسي ریلګاډو (مګلو) د شبکې جوړولو پلان اعلان کړ. چین پلان لري چې خپل فوقالعاده چټک مګلو، چې “هایپرلوپ” بلل کېږي، د ۱۵۰ کیلومتره په اوږدو کې، د شانګهای او هانګژو ترمنځ جوړ کړي، چې سرعت به یې په ساعت کې تر ۱۰۰۰ کیلومتره پورې ورسېږي.
د ۲۰۲۴ په فبرورۍ کې په ترسره شويو ازموینو کې د چین هایپرلوپ پخواني ریکارډونه مات کړل او ویې کولی شوای چې په ثابت او معلق حالت کې د ۲ کیلومتره ازمېښتي مسیر بشپړ کړي. که څه هم د هغه دقیق سرعت پټ پاتې شوی، خو ویل کېږي چې دا ریلګاډی توانېدلی چې د فرانسې د V150 ریلګاډي پخوانی ریکارډ، یعني په ساعت کې۵۷۵ کیلومتره، مات کړي. تمه کېږي چې دا مسیر به تر ۲۰۳۵ کال پورې استفادې ته چمتو شي.
د ټکنالوژۍ اړتیاوې
په دې پروژه کې څېړونکي په لاندې مهمو برخو تمرکز کوي:
- د الکترومقناطیسي سوپرچلوونکی سیستم، د ریلګاډي د کنټرول سیستمونه، د ریلګاډي د باډۍ جوړونه، او د حرکت مسیر.
- د خلا پر وړاندې مقاوم تونلونه جوړول او د مسافرو د کابین جوړول چې له بهره هوا ورننه نوځي، چې دا د دې پروژې اساسي ننګونې ګڼل کېږي.