پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+په بریتانیا کې یوې ښځې چې رحم یې نه درلود، ماشوم وزېږاوه

په بریتانیا کې یوې ښځې چې رحم یې نه درلود، ماشوم وزېږاوه

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د بریتانیا د ملي روغتیايي خدمتونو (NHS) اړوند د امپریال کالج روغتیايي بنسټ اعلان کړی چې په دغه هېواد کې یوې مېرمنې، چې رحم یا زیلانځ یې نه درلود، د رحم د کښت (Transplant) له لارې ماشومه زیږولې ده.

دا د برېتانیا لپاره یو بې‌ساری طبي پرمختګ بلل کېږي.

۳۶ کلنې ګریس ډېوېډسن ته، چې دا ماشومه یې په فبرورۍ میاشت کې په سزاریان عملیاتو وزېږوله، په ۲۰۲۳ کال کې خپلې خور زیلانځ ډالۍ کړی و.

ډېوېډسن په ۱۹ کلنۍ کې پوه شوه چې د یوه نادر طبي حالت له امله زیلانځ نه لري، او دا موضوع یې د طبیعي امیندوارۍ مخه نیوله. روغتیايي بنسټ تایید کړې چې د مور او ماشومې روغتیايي حالت ښه دی.

ډاکټره ایزابل کیروګا، چې د “برېتانیا د رحم کښت” خیریه بنسټ د ژوندیو عطیه کوونکو د پروګرام مشره ده او دا عملیات یې تمویل کړي، دا بریا داسې تشریح کړه:

«معمولاً د عضوي کښت عملیات د ژوند ژغورلو لپاره ترسره کېږي، خو د دې عملیاتو له لارې موږ وکولای شول چې ژوند ته وده ورکړو، او اوس مو نوی ژوند رامنځته کړ.»

د ملي روغتیايي خدمتونو اداره وایي، دا زیږون د رحم د کښت په برخه کې د شاوخوا ۲۵ کلونو څېړنو پایله ده. په نړیواله کچه تر اوسه د رحم څه باندې ۱۰۰ کښتونه شوي، چې له دې منځه یې تر ۵۰ زیات د بریالیو زوکړو سبب شوي دي. د نړۍ لومړنی بریالۍ زیږون په ۲۰۱۴ کال کې په سویډن کې ثبت شوی و.

دا پروسه هغو مېرمنو ته چې رحم نه لري، یا د سرطاني درملنو پر مهال ترې رحم ایستل شوی وي، نوې هیله ورکوي. دوی اوس کولی شي خپل ماشومان نړۍ ته راوړي، پرته له دې چې د بل چا رحم کرایه کړي یا له بل چا اولاد اقتباس کړي.

د NHS په وینا، په برېتانیا کې له هرو ۵۰۰۰ مېرمنو څخه یوه، له طبیعي رحم پرته نړۍ ته راځي.

که څه هم خپلواکو کارپوهانو دا زیږون د بریتانیا د طب لپاره یو “تاریخي ګام” بللی، خو دوی ټینګار کړی چې لا نورو څېړنو ته اړتیا ده، څو د رحم اهدا کوونکو، د رحم ترلاسه کوونکو، او هم له دې لارې پیدا کېدونکو ماشومانوته د دې بهیر خوندیتوب ډاډمن شي.

د لانکاسټر پوهنتون د بشري تولید اخلاقو استادې، نیکولا ویلیامز ویلي:
«پکار ده چې د دې پروسې خطرونه او ګټې په پوره دقت سره و ارزول شي.»

همداراز، د شیفیلډ پوهنتون د حقوقو استادې، لورا اوډونوان اشاره کړې چې د NHS چارواکي به د عامه مالي ملاتړ او مستحقو د ټاکلو په اړه له سختو پریکړو سره مخامخ شي. هغې زیاته کړه:
«دا به ډېرې سختې پرېکړې وي چې باید د محدودو منابعو په رڼا کې وشي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب